Tuesday, December 29, 2015

په سیالکوټ کې د داعش وسله والو نیولو ادعا

دپنجاب صوبې د سیالکوټ ښار د ترهه ګرۍ مخنیوي ادارې په وینا چې د وسله والې ډلې داعش نهه تنه وسله وال یې نیولې دي.
د سیالکوټ د ترهه ګرۍ مخنیوي ادارې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې شپږ د داعش وسله وال د سیالکوټ او درې د ګوجرانواله نه نیول شوې دي.
دې وسله والو خلاف د ترهه ګرۍ مقدمې د ګل په ورځ درج شوې دي.
د دغه چارواکي په وینا چې د وسله والو نه په موقع درې کلو بارودي مواد، وسله، لیپ ټاپونه او سي ډي ګانې هم نیول شوې دي.
دا وسله وال د پلټنو لپاره نامالومه ځای ته لېږدول شوي دي.
د سیالکوټ ترهه ګرۍ مخنیوي ادارې په وینا چې دې وسله والو په مهمو ودانیو د برید پلان لرلو.
د ذکر ده روانه میاشت په کراچې کې د ترهه ګرۍ د مخنیوي ادارې د وسله والې ډلې داعش درې ښځې نیولې وې.
 پر دې ښځو تور وو چې له شتمنو کورنیو د داعش لپاره یې چندې ټولولې.
وسله والو ډلو خلاف کاروایې په اړه د دفاعي چارو کار پوه او پخوانې بریګیډیر سید نذیر وایې د دې کاروایې نه معلومیږي چې د دې وسله والې ډلې څه نه څه نښې پاکستان کې شته.
د ده په وینا که پاکستان د اوس نه په دې کلک نظر و نه ساتلو او کاروایي یې د دې خلاف ونکړه نو د دې د خپریدو امکانات به زیات شي.
"داسي ډلو او تنظیمونو منخنیوي لپاره ښه طریقه کار دا دې چې استخباراتي اپریشنې وشي او د دې نه وړاندې چې هغې فعال شي او خپل هدفونه شروع کړې نو اوس دا وخت دې چې پاکستان په دې ژور او مضبوط نظر وساتي او د دوي چې کوم ځایونه دي یا که دوي جړې خوروي چې د هغې بیخ کني وشي"
یاده دې وي تیره میاشت د پاکستان د خارجه چارو وزارت ویاند ویلې وو چې پاکستان کې د وسله والې ډلې داعش وجود نشته او که څوک هم دې ډلې سره تړلي وي هغه به نه برداشت کیږي.
http://www.mashaalradio.com/content/article/27455396.html

No comments: