Sunday, November 29, 2015

اسفندیارولي خان : پاکستان دې د افغانستان د خپلواکۍ احترام وکړي





ترمنځ د خبرو د بندو دروازو د پرانیستلو لپاره یې افغانستان ته  د پښتنو د یو شمېر نورو مشرانو سره په بدرګه سفر وکړ. نوموړي له کابل نه په راستنېدو مشال راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل دا د سرتاج عزیز له وس نه پورته خبره ده چې د کابل او اسلام اباد خړې شوې اوبه پاکې کړي.
 اسفند یار ولي خان وايي په کابل کې یې افغان ولسمشر محمد اشرف غني نه غوښتنه وکړه چې د مذاکراتو لړۍ دې نه بندوي ځکه چې خبرې به په خبرو حل کیږي او په اسلام اباد کې یې پاکستاني وزیر اعظم ته وویل دا ضمانت درڅخه غواړو چې په ډاګه به دا خبره کوئ چې د افغانستان د خپلواکۍ احترام لرئ. 
پوښتنې په ځواب کې وویل : 

​« ما ورته وویل چې دواړه خواوې بدګمانۍ لري ، بې باوري ده ، نو دا بې باوري خو د دواړو خواوو ذمه واره کسان لرې کولی شي. د دواړو خواوو ترمنځ مشکل جوړونکي عناصر موجود دي، خنډونه نشته. ما ورته وویل که تر راراوان اپریل میاشتې پورې دواړه خواوې د حالاتو سمون لوري ته هڅې ونکړي نو دلته به هم د شام په شان حالات مخې ته راشي. » 
اسفندیار ولي خان دا هم وویل چې د خپلې خاورې حق ورباندې و چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د خبرو بندې دریڅې پرانیزي ، وړاندې د دواړو حکومتونو خوښه ده چې خبرې څنګه پرمخ وړي، خو دده په وینا دوی خپل مسولیت ادا کړ او افغان ولسمشر اشرف غني یې دې خبرې ته راضي کړ چې په پاریس کې د پاکستان له وزیراعظم سره د سولې خبرو ته کیني. 
http://www.mashaalradio.com/content/article/27396540.html

No comments: