Tuesday, September 15, 2015

یوې افغان کډوالې ښوونکې ته جهاني جایزه ورکړل شوه

پاکستان کې د افغان کډوالو جینکو تعلیم لپاره کارکونکې پنځوس کلنې افغان استادې عقیله آصیفي ته د تعلیمي هلوځلو په ترڅ کې نینسن ریفیوجي ایوارډ ورکړې شوې دې.
عقیله آصیفي وړومبې افغان کډواله ده چا ته چې کډوالو نړیوالې ادارې یو این ایچ سي ار لخوا دا ایوارډ ورکړې شو.
کال کې یو ځل نینسن ریفیوجي جایزه هغه کډوالو ته ورکړې کیږي چا چي په خپله شعبه کې غیر معمولي کار کړې وي.
عقیله آصیفي چې د پاکستان پنجاب صوبې د میانوالي کې په یو کیمپ کې د کال ۱۹۹۲ راهیسي ژوند کوي ، افغان کډوالو جینکو لپاره یې د یو خیمې نه سکول شروع کړې وو.
د نوموړې په وینا چې د کډوالې ژوند شروع کیدو سره یې ذهن ته دا خیال راغلو چې ولې نه جینکو لپاره تعلیمي هلې ځلې پکار دې او هم دې سوچ له وجې دې خپلې کورنې ، د کیمپ مشرانو او د کلې يو ملک په مرسته د جینکو سکول شروع کړو.
نینسن ریفیوجي ایوارډ ترلاسه کولو په اړه اغلې عقیله آصیفي مشال راډیو سره په خبرو کې وویل ،، زه د ښځې د طبقې څخه یم او دا خوشالي د ټولو ښځو لپاره ده. ښځې کولې شي چې د ټولې نړې په سطح ایوارډ حاصل کړې. بل دا چې زه یو استاده یم او د جینکو د تعلیم لپاره مې درویشت کاله خدمت کړې دې او زما د خدمت په نتیجه کې یې دا ایوارډ راکړو نو زه پخپله دې کامیابې باندې ډیره خوشاله یم،،
د اغلې آصیفي سکول اوس د یو خیمې نه د سکول په ودانې کې بدل شوې دې چې پکې نوموړې د زرو نه زیات جینکو ته د اتم ټولګي پورې زده کړې ورکړې دي.
په راوران وخت کې د تعلیم په اړه عقیله آصیفي څه پلان لري؟
دا وایې ،، مخکې دا پلان لرم چې ما کوم تدریسي پلان جوړ کړې دې او دا پلان په منظم طریقه چلیږي نو زه غواړم چې هغه افغان کډوال کوم چې افغانستان ته واپس تللې دي زه د هغې لپاره خپل دا تدریسي پروګرام شروع کړم او د تعلیم دا سلسله جاري اوساتم،،
د نوموړې په وینا چې ډیر ذده کونکې یې د افغانستان په مختلفو شعبو کې کار کوي چې ځنې پکې ډاکټران هم دي.
پاکستان کې د کډوالو نړیوالې ادارې ویانده دنیا اسلم خان وایې چې د یو این ایچ سي ار دا جایزه د نوبیل جایزې حیثیت لري او موږ خوشاله یو چې دې ځل دا یو افغان کډوالې ته ورکړې شوه.
زا زیاتوي ،، کله چې د شام مسله شروع شوه نو خلکو افغاسنتان او افغان کډوال بیخې هیر کړل نو د دې ایوارډ په ذریعه موږ ته یو پلیټ فارم ملاو شو چې اوس هم د افغانستان هاغه خلک چې بې کوره دي او شمیر یې په پاکستان او ایران کې د دوه ملینو نه زیات دې هغې ته اوس هم د نړیوالې ورورولې د مرستې او فنډونو ضرورت دې. او په خاص توګه د د فنډونو ضرورت د تعلیم په شعبه کې ډیر دې ځکه چې اوس هم اتیه فیصده ماشومان یې د سکولونو نه بهر دي،،
استادې عقیله آصیفي په وینا که موږ سره میندې تعلیم یافته وي، په یقیني توګه زموږ راروان کول به تعلیم یافته وي نو که موږ جینکو ته تعلیم ورکوو نو د دې مطلب دا شو چې موږ راران نسل ته تعلیم ورکوو.
http://www.mashaalradio.org/content/article/27249689.html

No comments: