Thursday, May 7, 2015

کابل: زرداري له عبدالله سره ولیدل






د افغانستان حکومت وایي چې د پاکستان پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د پنجشنبې ورځ په یو ورځني سفر د خپل ګوند له یو پلاوي سره کابل ته له رسېدو لږ وروسته د ملي یووالي حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د سپیدار په ماڼۍ کې وکتل.

د ښاغلي عبدالله او ښاغلي زرداري ترمنځ له کتنې وروسته د افغانستان اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي خبریالانو ته وویل چې دواړو مشرانو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د پراخیدلو او په سیمه کې د سولې د ټینګیدو په لارو چارو خبرې کړي دي.
ښاغلي رحیمي وویل "دواړو خواو د اړیکو په ښه کېدلو او دوستانه اړیکو او په سیمه کې اقتصادي چارو ته په پاملرنې په دې ټینګار کاوه چې باید د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ښې شي او هڅه وشي چې د تندلاریتوب، ترهګرۍ او د هغو جریاناتو سره چې په ډیرو افراطي تعبیرونو سره چې په سیمه کې او کله هم په نړۍ کې د ګډوډیو رامنځ ته کېدو سبب ګرځي په کار ده چې ګډه مبارزه وشي".
ښاغلي رحیمي وویل چې افغانستان له پاکستان سره د اړیکو ښه کېدو په برخه کې یو لړ ګامونه اخیستي دي او اوس د پاکستان وار دی چې ګام پورته کړي.
ښاغلي رحیمي وویل" لکه چې خبر یاست په دې وروستیو کې د پاکستان او چین هیوادونو په همکارۍ د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره یو لړ هڅې روانې دي چې د سولې بهیر چټک شي خو په دې غونډه کې طبعیي ده چې څرنګه چې اوس ښاغلی زرداري د حکومت مشري په غاړه نه لري خپله هر اړخیز ملاتړ یې له دغه بهیر سره څرګند کړ او وې ویل چې د ده په مشرۍ ګوند او د دغه ګوند نور ملاتړي ګوندونه د سولې بهیره ملاتړ کوي".
د افغانستان د اجرائیه رئیس ویاند وویل چې پاکستاني چارواکو د افغانستان د سولې د ټینګیدلو په برخه کې یو لړ ژمنې کړي دي چې په کار دي ورباندې عمل وکړي.
تراوسه لا د ولسمشر  محمد اشرف غني سره د ښاغلي زرداري د کتنې په باب لا معلومات نه دي ورکړل شوي.
د افغانستان او د پاکستان د چارو یو شمیر کارپوهان په دې نظر دي چې ښاغلی زرداري د خپلې واکمنۍ په پنځوو کلونو کې په افغانستان کې د سولې ټینګېدلو په برخه کې ډېر څه نه دي کړي اوس چې له واکه لیرې شوی نو ډیر څه نه شي کولی.
د افغانستان د سیاسي چارو یو کارپوه احمد سعیدي د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې افغانستان ته د پاکستاني مشرانو راتګ پرته له دې چې د هند او افغانستان اړیکو ته زیان ورسوي بله ګټه نه لري.
ښاغلي سعیدي وویل " پاکستانیان لومړی له دروازې راننوتل او اوس غواړي چې له کړکۍ داخل شي او کوم چل نه کار واخلي او ښاغلی اشرف غني وغولوي".
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د ښاغلي زرداري سفر مهم بللی او ویلي دي چې دا ډول سفرونه د افغانستان او پاکستان په نږدې کیدو کې مرسته کولی شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند قاضي محمد خلیل نن په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې ښاغلي زرداري سره کابل ته د هغه په مشرۍ د پیپلز د ګوند نور چارواکي هم ملګرتیا کوي.
ښاغلي خلیل وویل "مونږ په بیلابیلو برخو کې افغانستان سره د نږدې کیدلو هڅې کوو ځکه زمونږ په باور دا ډول نږدې والی به زمونږ د اړیکو په نږدې‌والي کې مرسته وکړي".
په کابل کې د پاکستان سفارت ویلي چې ښاغلي زرداري سره په دغه سفر کې د پاکستان پخوانی وزیر اعظم سید یوسف رضا ګیلاني او د دغه هیواد د پیپلز ګوند یوه لوړ پوړې چارواکې میرمن شیري رحمان هم ملګرتیا کوي.
په پام کې ده چې ښاغلی زرداري به نن ناوخته د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم وګوري.
 پخوانی ولسمشر حامد کرزی نن پنجشنبه په کندهار کې د افغانستان د پخواني سیاستمدار عزیرالله واصفي د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره دغه ولایت ته تللی وو.
د پاکستان پخواني جمهوررئیس په داسې حال کې کابل ته سفر کړی چې د دغه هیواد د استخباراتو رئیس جنرال رضوان اختر تیره ورځ کابل ته ولاړ.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس امرالله صالح د ټویټر په خپله پاڼه لیکې دي چې د پاکستان د استخباراتو مشر په داسې حال کې افغانستان ته ورغلی چې د افغان حکومت مخالف وسله‌وال لاهم د افغانانو وژلو ته دوام ورکوي.

No comments: