Wednesday, March 25, 2015

افغان ولسمشر کانګرس ته وینا وکړه



د افغانستان ولسمشر اشرف غني په واشنګتن کې د کانګرس غونډې ته د چهارشنبې په ورځ وویل چې امریکا موږ ته هیلې راکړې، موږ هیلې نه لرلې ناامیده شوي وو خو تاسو موږ ته هیلې راوړې.
افغان ولسمشر بیا زیاته کړه چې موږ په افغانستان کې یو متل لرو چې هیڅ تحفه بې ځوابه نه پاتیږي نو که تاسو له موږ سره مرستې کړې دي موږ هم له تاسو سره د ترورزم پرضد مبارزې ته اوږه ورکړې ده.
اشرف غني چې د مارچ په ۲۲ له ولسمشر کیدو وروسته د امریکا لومړی رسمي سفر پیل کړ، کانګرس ته یې په وینا کې دا هم وویل چې هغه ګواښ چې موږ هره ورځ ورسره مخامخ یوو هغه ټولې نړۍ ته متوجه دی. په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قربانیو ستاینه وکړه او ویې ویل چې تر ۲۲۰۰ ډیر پوځیان په افغانستان کې وژل شوې دي او موږ د دې قربانیو درناوی کوو، همداراز د امریکا د مرستو مننه کوو چې د دې مرستو له برکته نن په میلیونونو نجونې ښوونځیو ته ځي حال دا چې افغانستان ته د امریکایي ځواکونو تر تګ مخکې یوه نجلۍ هم مکتب ته نه تله. افغان ولسمشر بیا د زیږون پر مهال د ښځو د مړینې د کچې یادونه وکړه او ویې ویل چې د امریکا د مرستو له برکته دغه کچه هم خورا راټیټه شوې ده.
اشرف غني د امنیت په برخه کې د اسلامي دولت ډلې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې داعش په خپل سر دا هڅې نه شي کولی د دوی تر شا دولتونه دي او دا د امریکا دنده ده چې دغه دولتونه وپیژني. اشرف غني بیا زیاته کړه چې په اسلامي نړۍ کې اکثر مسلمانان د ترورستانو اعمال غندي خو لوی اکثریت غلی دی او غلې ورځ د منلو نه ده.
د افغانستان د امنیت په اړه اشرف غني وویل چې د پاکستاني پوځیانو عملیات چې په خپله خاوره کې یې د مشکوکو ترورستانو پرضد پیل کړل د افغانستان پر امنیت ناوړه اغیز وکړ.
افغان ولسمشر بیا په افغانستان کې د ښځو حقونو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په کابینې کې مو څلور ښځې نیولې دي. خو ستونزې ډیرې دي چې زموږ ۳۶٪ ولس د فقر په ټیټه کچه کې ژوند کوي.
اشرف غني بیا وویل چې موږ باید سولې ته ورسیږو. ده وویل چې سولې ته در سیدو لپاره ما او ډاکټر عبداله عبداله د پاکستان، هند، چین، عربستان، متحد عربي امارات او ترکمنستان له استازیو سره خبرې کړې دي او دوی ټولو ویل چې موږ متقابل اړیکي غواړو او په سیمه کې ثبات غواړو.
اشرف غني بیا وویل چې امنیتي ځواکونه مو پیاوړي شوې دي، له امریکا سره مشارکت لرو خو ستونزې هم ډیرې دي، د دغو ستونزو د مخنوي لپاره هڅې کوو.
اشرف غني بیا امریکایانو ته ژمنه ورکړه چې د دوی مرستې به نتیجه ورکړي او افغانستان به د القاعده په قبرستان بدل شي او کله به هم افغانستان د افراطیانو به کور بدل نه شي.
افغان ولسمشر د خپلې وینا په پای کې وویل چې خدای دې وکړي چې د امریکا او افغانستان اړیکي تل پاتې وي. دې وینا یو ساعت دوام وکړ

No comments: