Tuesday, December 16, 2014

پېښور ښوونځي برید: تر ۱۲۰ ډېر زده کوونکي وژل شوي

http://www.mashaalradio.com/content/article/26746489.html

د وسله والو طالبانو په برید کې د وژل شوو زده کوونکو، استادانو او نورو قرباني شوو په غم کې د خېبر پښتونخوا حکومت درې ورځنی ویر اعلان کړو.
د خېبر پښتونخوا حکومت وايي، پر ورسک سړک پر یوه ښوونځي «سکول» د وسله والو طالبانو له بریده ۱۲۰ ماشومان وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات ژوبل دي.

د پېښور لېډي ریډینګ روغتون د ورسک سړک پر یوه ښوونځي د ترهګرو په بریدونو کې د وژل شوو او ژوبلو زده کوونکو یو نوملړ یا لیسټ خپور شوی چې پکې د لرې برې پښتونخوا ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې. په دوی کې د پېښور ښار، ځنګلي، کاکشال، متنو، پلوڅۍ، چارسدې، مردان، تاروجبې، ډېری کلی، ملاکنډ، درګۍ، کرک، کوهاټ، لکي مروت، صوابۍ زده کوونکي دي.

د برید ښکار شوو ماشومانو عمرونه له دوولس تر اوولس کلونو پورې دي.

'زما تر مخ ۵۰ زده کوونکي ووژل شول'

د یو زده کوونکي سترګو لیدل حال

 'زما یو ملګری مې په لاسونو کې مړ شو'




د پېښور پر ورسک سړک پر یوه ښوونځي د لسم ټولګي یو زده کوونکی وايي، نژدې لس نیمې بجې وې چې درز غوبل شروع شو، ډزې شوې او یو څو کسان په ښوونځي کې دننه لوی تالار ته راننوتل او پر زده کوونکو یې ناتاره ډزې پیل کړې. زما تر سترګو ۴۰، ۵۰ زده کوونکي ووژل شول. له هغوی سره درنې وسلې او بمونه ول. ډېر زده کوونکي یې ژوبل کړل.
زه هم د ښوونځي په لوی تالار کې وم، چې ناتاره ډزې راباندې وشولې. یوې بلې خوا ته مړي پراته ول، زما یوه ملګري مې زما په لاسونو کې ساه ورکړه. د چا په خوله کې، ملال کې، سرونو کې ګولۍ لګېدلي وې. بریدکوونکو تورې جامې اغوستې وې، او پینځه خو ما په خپلو سترګو ولیدل. 

No comments: