Monday, January 13, 2014

ولسمشر حامد کرزي د هنګو د اعتزاز حسن زړورتیا ستایلي دي

http://www.mashaalradio.com/
افغان ولسمشر حامد کرزي د هغه ځوان زړور عمل وستایه چې د خپل ځان په قربانولو سره یې د یو ځان مرګي برید مخه ونیوله. اعتزاز حسن د تیر زیارت په ورځ د خیبر پښتونخوا د هنګو په ابراهیم زو کې په خپل سکول د ځان مرګي برید ګر مخه ونیوله . له ارګ نه په خپاره شوې خبرپاڼه کې ليکل شوي د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د اعتزاز حسن بهادري ستایلې، او وایې ترهګري د افغانستان او پاکستان خلکو ته ګډ ګواښ دی چې تر ټولو ډیر قربانیان یې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو اوسیدونکي دي. نن د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شیرپاو هم د اعتزاز کلي ته ورغلی وو، او هلته یې د هغه له کورنۍ سره لیدلي. بلخوا پرون د پوځ یو چارواکي بریګیډیر ندیم ذکي د اعتزاز قبر ته ورغلی وو، او هغه ته یې د پوځ د مشر جنرال راحیل شریف لخوا د عقیدت پیرزونې وړاندې کړې. د پاکستان د پوځ مشر جنرل راحیل او وزیراعظم نواز شریف د اعتزاز حسن د قربانۍ او مړانې ستایینه کړی ده.

No comments: