Wednesday, October 16, 2013

ځانمرګي بريد د خيبر پښتونخوا يو صوبايي وزير وواژه

http://www.mashaalradio.com/
د خيبر پښتونخوا د قانون او پارليماني چارو وزير اسرارالله ګنډاپور نن په يو ځانمرګي بريد کې ووژل شو. د خيبر پښتونخوا د قانون او پارليماني چارو وزير اسرارالله ګنډاپور نن په يو ځانمرګي بريد کې ووژل شو. د چارواکو په وينا اول د لوی اختر په لومړۍ ورځ (چارشنبه يا شورو) په ډيره اسماعيل خان کې د هغه د کور مخې ته ډزې شوي او بيا ځانمرګي بريدکوونکي په ځان پورې چاوديدونکي مواد چولي چې په نتيجه کې يې د اسرار الله ګنډاپور تر څنګ اوه نور کسان هم وژلي. د پوليسو په وينا پيښه کې ديرش کسان زخميان شوي هم دي او چارواکي وايي د وژل شوو او مړو شوو په شمېره کې زياتوالی امکان لري. اسرارالله ګنډاپور د خيبر پښتونخوا حکمران ګوند تحريک انصاف غړی وو. د دې خبر تر ليکلو پوې کومې وسله والې ډلې د دې بريد پړه پر غاړه نه ده اخيست

No comments: