Wednesday, June 12, 2013

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د طالبانو ضد پاڅون

http://www.mashaalradio.com/
جلال اباد - د افغانستان ننګرهاراچين ولسوالۍ عبدالخېلو سيمه کې په زرګونو تنو شينوارو د وسله والو طالبانو خلاف ولسي پاڅون وکړ او خپله سيمه يې له وسله والو څخه پاکه کړه. د تيرې شبنې په ورځ د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ عبدالخېلو سيمه کې هم په زرګونو تنو ولسي وګړو د وسله والو طالبانو پر ضد پاڅون وکړ چې دخلکو په وينا خپله سيمه يې له وسله والو طالبانو څخه پاکه کړې ده. قومي مشر ملک بهاندر مشال راډيو ته وويل چې ولس په سيمه کې د نا امنيو څخه تنګ شوي و نو ځکه يې ولسي پاڅون وکړ: (( زموږ د عبدالخېلو قوم چې شمېر يې شاه و خوا ۱۰ یا ۱۲ زره تنو ته رسېږي، په دې کې ځينې خلک سره لتاړ شوي دي، نو موږ په خپل قوم کې بې امنيتي نه غواړو، خپل قوم کې ګډوډي نه غواړو، خپل قوم کې زور زياتی، ظلم نه غواړو.)) د اچين ولسوالۍ د انکشافي شورا مشر ملک شيرخان وويل: له دې وروسته به هيچاته اجازه ورنه کړي چې په سيمه کې نا امني جوړه کړي: ((ګډوډي ډېره زياته موږ ټول عبدالخېل د خپلې درې امنيت په شريکه نيسو. بس نور په دې کې بيا بې عزتۍ ته ځان نه پرېږدو. او خاص د وطن د حفاظت له پاره دغه کار موږ شروع کړی دی.)) د افغانستان په ختيځ کې د لومړي لمبر سرحدي لوا سرپرست قوماندان محمد ايوب حسين خيل د وسله والو طالبانو په وړاندې ولسي پاڅون ته په ښه نظر ګوري او وايي: (( د هغه چا په مقابل کې چې هغوی زموږ د ولسونو ژوند نا ارامه کوي، نه غواړي چې زموږ زموږ بچي په ارامه فضا کې تعليم او تعلوم ته ادامه ورکړي، او د هغوی په مقابل کې څوک قيام کوي، موږ ورته هرکلی وايو. او دا د هر افغان وجيبه ده چې داسې خلک چې هغوی اختطاف کوي، هغوی تروريستي اعمال کوي، او زموږ د ولسونو آرامه ژوند نا ارامه کوي، بايد ټول ولس موږ سره همکاري وکړي او پاڅېږي، دا خلک له خپلې ساحې نه وباسي.)) د چارو څارونکي سحرګل اميرزي د وسله والو طالبانو په وړاندې ولسي پاڅون د وخت ضرورت وباله. ((د تاريخ په اوږدو کې چې کله هم ولسونه له دولت سره يو ځای شوي، ښه حکومتداري رامنځته شوې، باثباته ژوند رامنځته شوی دی، دغسې پاڅونونه زيات ګټور دي، که ټولې ولسوالۍ په يوه وخت راپورته شي او د وسله والو په خلاف پاڅون وکړي، امنيت راتلای شي.)) په ننګرهار کې اچين يوه سرحدي ولسوالي ده چې خلک يې له تعليمه لرې پاتې شوي او په قومي شخړو اخته دي چې له امله يې په سيمه کې وسله وال طالبان پيدا شوي ول خو اوس د سيمې اوسيدونکي وايي چې سيمه يې له وسله والو طالبانو څخه پاکه کړې ده.

No comments: