Sunday, March 24, 2013

ښه لیکوال او هدایت کار ښه فلم جوړوي

http://www.mashaalradio.org
د پاکستان په کراچۍ کې مېشت لیکوال خان صادق لالا یو له هغو لیکوالانو څخه دی چې په لسګونو ډرامې او فلمونه یې لیکلي دي. نوموړي تر اوسه ۴۸ پښتو ډرامې او ۴ پښتو فلمونه لیکلي دي. هغه وخت چې د نوموړي د ځوانۍ بڼ پسرلی وو، په فلمونو او ډرامو لیکلو یې لاس پورې کړی، او اوس یې چې ږیره سپینه ده لا هم فلمونه او ډرامې لیکي. د هغه په وینا د یو فلم په لیکلو کې له یوه کاله تر دوو هغو پوره موده لګي او فلم د ښه والي او نه ښه والي تر شا هم د فلم د لیکوال لوي لاس وي. ((د فوجي امر ضیا الحق په وخت کې ما د [خاني یا خانو] په نوم فلمونه او ډرامې لیکلې، بیا چې کله جمهوري حکومت راغی نو موږ ته هم ازادي مېلاو شوه او په خپلو نومونو مو لیکل پیل کړل. د فلم د لیکلو په وخت زما ذهني کیفیت داسې وي چې د ژړا له کردار سره ژاړم او د خندا له کردار سره خاندم . اوس ما یو فلم په ۱۱ میاشتو کې ولیکه، د یو فلم په لیکلو له یو کاله تر دوو کالونو پورې موده لګېږي.)) صادق لالا وايي، له هغه وخته چې د فلم هنر متعارف شوی دی، تر اوسه پورې فلم د پیغام رسولو له پاره تر ټولو غوره ذریعه ثابته شوې ده. د فلمونو د اهمیت په اړه نوموړی وایي: ((چې یو ذهین لیکوال او یو ذهین ډایرېکټر را یوځای شي دوی د فلم په ذریعه دنیا د امن زانګو جوړولای شي. که فلم په ښه موضوع جوړ وي نو د کتونکي په ذهن ښه اغېز کوي نو ځکه زه وایم چې د پیغام د رسولو له پاره فلم لوی اهمیت لري.)) دی وايي، په مخکینیو فلمونو کې به د لیکوالانو تخلیقي کار او زیار زیات وو، خو د کمپوټر او ټي وي له راتګ سره د فلمونو د لیکولو بازار تود شوی دی او د پخوا پرتله اوس زیاتره فلمونه د هندي او انګریزۍ فلمونو تر اغېز لاندې راغلي دي: ((د یو فنکار په حیث به زه دا ووایم چې د هندي او انګرېزۍ له فلمونو موږ په دې وجه هم شاته پاتې یو چې زموږ په ذهن کې د لیک په وخت کې دا خیال راځي چې دا شیان په مذهبي توګه جایز نه دي، همدغه بندیز زموږ د وروسته پاتې کېدو وجه ده. هلته [هند،امریکا] لیکوالانو باندې مذهبي بندیزونه نشته، د هغوی انډسټري مخ پر وړاندې روانه ده.)) د پښتونخوا له صوابۍ ضلعې سره تعلق لرونکی ۶۵ کالن خان صادق لالا زیاتوي، پر پښتو سربېره یې سېندي، هندکو، اردو او فارسۍ ژبو له پاره فلمونه او ډرامې لیکلي دي او په همدې میدان کې یې یو شمېر ایوارډونو او انعامونه ګټلي دي.

No comments: