Sunday, February 17, 2013

کارپوهان وايي پاکستان کې شیعه ګان ډیر وژل کیږي

http://www.mashaalradio.org
په بلوچستان کې د شیعه کانفرانس مشر اشرف زیدي د اتوار په ورځ مشال راډیو ته ویلي چې دوی به د احتجاج په ډول د تیرې ورځې په چاودنه کې له منځه تللي پنځه اتیا کسان خاورو ته نه سپاري. بل پلو، د بلوچستان ګورنر نواب ذوالفقار علي مګسي هم ویلي چې د کویټې په هزارګانو ترهګر برید د پاکستان د امنیتې ادارو ناکامي ده.نوموړي دا خبري د اتوار په ورځ د کویټې د هزاره ټاون د چاودنې متاثره شوې هزاره ګانو سره د لیدو روستو کړې دي. دسیاسي چارو کارپوهان هم وايي چې بلوچستان کې امنیتي وضع د ورځ په تیریدو سره مخ په خرابیدو ده، کارپوه اسد منیر وایي ، د پاکستان اولس په دوو برخو کې تقسیم شوی ، او زیاتره ډلې د مذهب په نوم خپلې ګټې ترسره کوي او د مذهب څخه په غلطه توګه استعمال کوي. (( په پاکستان کې خلک په دوو حصو کې تقسیم شوي ، مذهبي ډلې چې څه هم کوي څوک ورته هیڅ نه وایي او نه یې څوک پر ضد خبره کولی شي ، پاکستان کې چې کله چاودنه یا څه بله پیښه وشي نو موږ یې تور د نورو هیوادونو په استخباراتې ادارو لګوو ، خو اصل کې دا هر څه زموږ خلک پخپله کوي او تر څو چې زموږ خلک په دې نه وي پوه شوي چې دا ترهګر فعالیتونه نور موږ لپاره خطر دي نو بیا به هله پوځ او نورې امنیتي ادارې د ترهګرۍ پر ضد څه کولی شي. )) بلخوا د پاکستان د بشري حقونو د کمیشن یو مشر غړی شیر محمد خان وایي ، په ټولنه کې له اقلیتونو سره ښه سلوک نه کیږي او حکومت هم ورته پوره حقونه نه دي ورکړي. ((شیعه ګان او سنیان دواړه مسلمانان دي خو موږ ته داسې تاثر راکړل شوی چې د بلې فرقي خلک مسلمانان نه دي ، په نورو هیوادونو کې د ګڼو مدهبونو خلک دي خو هلته خلکو کې برداشت هم وي . بل که ځه سني یم نو دا خو زما د مور پلار د وجې ځه یم ، دغسي شیعه ګانو ته د هغوی مذهب په وراثت کې ملاو شوی ،نو د فرقه واریت په بنیاد د چا وژنه ډیر بد کار دی.)) په پاکستان کې د شیعه لږکیو خلاف په دې وروستیو کې بریدونه زیات شوي دي.

No comments: