Tuesday, September 25, 2012

په ماشومانو د پوليو او دنورو واکسينونوتطبيق زموږ د ټولو مسووليت دى .

http://www.bakhtarnews.com.af
د واکسين دتطبيق په ورځوکې که چيرې ضروري کار هم لرئ، د خپلو ماشومانو د ژوندانه او سلامتيا په خاطر هغوى دواکسين دتطبيق کارکوونکو ته بوځئ او دپوليو واکسين پرې تطبيق کړئ . دغه ټکې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي تيره شپه دخپلې پنځلس ورځني راډيويي وينا په ترڅ کې بيان کړ اوزياته يې کړه: په همدې اوونۍ کې دماشومانو دګوزڼ يا دپوليو د واکسيناسيون دمنې دکمپاين لومړۍ دوره پيل شوه او دغه کمپاين ما په خپله دڅو ماشومانو په خوله کې د واکسين دڅانګو په څڅولو سره پيل کړ . جمهور رييس وويل: تر پنځه کلني پورې په ماشومانو کې دماشومتوب ددورې ناروغى موجودې وي، که چيرې واکسين نه شي په دغو ناروغيو اخته کيږي خو له نيکه مرغه دغه ټولې ناروغي واکسين لري اوموږ د واکسين دتطبيق له لارې کولى شو له دغو ناروغيو څخه وژغورو . حامدکرزي څرګنده کړه: دماشومتوب د دورې ډيره خطرناکه ناروغى دماشومانو دګوزڼ يا فلج ناروغى ده، که چيرې ميندې ، پلرونه يا مشران تر پنځه کلني پورې په خپلو ماشومانو د پوليو واکسين تطبيق نه کړي، هغوى دګوزڼ په ناروغى اخته کيږي چې عواقب يې خطرناک دى. پوليو ماشومان معيوبوي او ماشومان د ژوندانه ترپايه پورې له دغه معيوبيت څخه ځوريږي . جمهور رييس دعالمانو، دجوماتونوله امامانو، سپين ږيرو، قومي مشرانو اودهيواد دټولو سيمو له ښوونکو څخه وغوښتل چې دپوليو واکسين په تطبيق کې دې له روغتيايي کارکوونکو او رضاکارانو سره چې په همدې مقصد د دوى سيمو او کليو ته ورځي، مرسته وکړي اوکورني دې دې ته وهڅوي چې په خپلو ماشومانو دپوليو واکسين تطبيق کړي . حامدکرزي له طالبانو څخه هم وغوښتل چې دواکسين دتطبيق مخه ونه نيسي، دلته زه طالبانو ته خطاب کوم او هغوى ته وايم چې په کليو اوبانډو کې دې دواکسين دتطبيق خنډ نه شي، ځکه دهر راز واکسين په تطبيق کې خنډ دهيواد دبچيانو ژوند له جدي خطر سره مخامخ کوي . په ماشومانو دپوليو او دنورو واکسينونو تطبيق زموږ د ټولو مسووليت دي . جمهور رييس دخپلې دغې راډيويي وينا په پاى کې په دې ترڅ کې له ټولو کورنيو څخه يې وغوښتل چې هيڅکله په ماشومانو دپوليو واکسين تطبيق هير نه کړئ؛ وويل: که چيرې له هلوځلو سره سره موبيا هم ونه کړاى شول په ټاکلې ورځ په خپلو ماشومانو دپوليو واکسين تطبيق کړئ په دې صورت کې له ډيل پرته په سملاسي ډول خپل ماشوم ډير نږدې کلنيک ته بوځئ او واکسين څاڅکې پرې تطبيق کړئ .

No comments: