Friday, September 21, 2012

پښور مظاهرې:یو مړ ۷ ژوبل،سینماو ته اور ورته شوی

http://www.mashaalradio.com
په پاکستان کې د هغه امریکايي فلم پرضد مظاهرې روانې دي، چې پکې د اسلام ستر پيغمبر ته سپکاوی شوی دی.
نن سهار په راولپنډۍ، اسلام اباد، لاهور، کراچۍ، پيښور او نورو لویو و وړو ښارونو کې پيل شوې مظاهرې په وقفه ييز ډول دوام لري. مظاهره کوونکیو د امريکا پرضد شعارونه ورکول او ددې هیواد له حکومته يې د فلم د جوړوونکي او اداکارانو عدالت ته راکښلو غوښتنه کوله. د پاکستان دولت د همدې پيښې په تړاو نن په ټول هیواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې. په عین حال کې د پاکستان په ګڼو برخو ورځنۍ چارې په ټپه ولاړې دي، مارکیټونه، دتیلو او ګازو ستیشنونه، ښاري او بار وړونکي ترانسپورت بند دی . همداشان له سهار وختي راهیسې د پيښور، کوټې، کراچۍ، لاهور او اسلام اباد په ګډون په پنځلسو ښارونو کې د مبایل شبکې هم بندې دي. د دې هیواد سرکاري راډیو د کورنیو چارو وزارت له قوله ویلي، چې د مبایل شبکې د دوی په امر بندې کړل شوې دی، چې ترهګر په ورانکارو فعالیتونو کې ترې ګټه وانخلي. له سهاره پیلو شویو مظاهرو د جمعې تر لمانځه وروسته زور واخیست، چې په ځینې ښارونو کې په تاوتریخوالي هم واوښتې. ترټولو خونړۍ او زیانموونکې مظاهرې په پيښور کې شوې دي، چې په نتیجه کې يې د یوه نجي تلویزیون یو خبريال وژل شوی او اووه تنه مظاهره کوونکي پکې ټپيان شوي دي. همداشان مظاهره کوونکیو دوه سینماوې وسوځولې، او ګڼ شمیر نجي املاکو ته يې سخت زیان واړاوه. بلخوا په راولپنډي کې هم یوشمیر سرکاري او نجي املاکو ته زیان اړول شوی دی. بلخوا حکومت وايي، د هرډول تاوتریخوالي د مخنیوي په هدف يې په پيښور اوکراچۍ کې د امريکا کونسلګريو ته تلونکې ټولې لارې تړلي او ګڼ شمير امنيتي سرتیري يې ځای پر ځای کړي دي. له دې وړاندې د پنجشنبې پر ماښام د اسلام اباد د حساسو سیموچې د جمهوري ریاست ماڼۍ، عظمی صدارت او بهرني سفارتونه پکې واقع دي امنیت پوځ ته سپارل شوی. د جماعت اسلامي، جمعیت علمای اسلام، تحریک انصاف او په لسګونو نورو لویو او وړو سیاسي ومذهبي ډلو د جمعې تر لمانځه وروسته د پراخو مظاهرو ترسره کول اعلان کړی دی او له خپلو پلویانو يې غوښتي، چې د اسلام له ستر پيغمبر سره د مینې څرګندونې په هدف دې په دغو مظاهرو کې ګډون وکړي. همداشان د جمعې په خطبو کې ملا امامانو ددغه فلم پرضد ویناوې وکړې او له پاکستانه يې غوښتنه کوله چې ددې پيښې په غبرګون کې دې له امريکا سره هر ډول سفارتي اړيکې پرې کړي. د دغه امریکايي فلم پرضد د مظاهرو دغه لړۍ به نه یواځې نن بلکې په راتلونکیو ورځو کې هم روانه وي، خو یوشمیر علماوو د سرکاري او نجي تلویزیونونو له لارې پر خلکو غږ کړی، چې له هرډول تاوتریخوالي او نجي و سرکاري املاکو ته له زیان رسولو دې ډډه وکړي.

No comments: