M WAQAR..... "A man's ethical behavior should be based effectually on sympathy, education, and social ties; no religious basis is necessary.Man would indeed be in a poor way if he had to be restrained by fear of punishment and hope of reward after death." --Albert Einstein !!! NEWS,ARTICLES,EDITORIALS,MUSIC... Ze chi pe mayeen yum da agha pukhtunistan de.....(Liberal,Progressive,Secular World.)''Secularism is not against religion; it is the message of humanity.'' تل ده وی پثتونستآن
Thursday, September 1, 2022
سېنېټر مشتاق د علي وزیر د خلاصون غوښتنه وکړه
د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان وايي، له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ علي وزیر ته دې انصاف ورکړل شي او ژر دې له جېله خلاص کړل شي.
دا خبره نوموړي د سېپټمبر پر لومړۍ نېټه وروسته له هغې مشال راډیو ته وکړه چې د اګست پر ۳۱مه یې د کراچۍ په سېنټرل جیل کې د علي وزیر سره ولیدل.
پر علي وزیر د کراچۍ په بیلا بیلو سیمو کې جوړو غونډو ته د ریاست ضد ویناګانو تور دی چې نوموړی یې ردوي. هغه له تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې بندي دی.
سېنېټر مشتاق مشال راډیو ته وویل، علي وزیر بیګناه دی او مجرم نه دی، خو ورسره چلند د مجرمانو په شان کېږي او یوازې د خپلو خیالاتو او سیاسي رایې په بنیاد تر اوسه په جیل کې ساتل شوی دی.
هغه وايي:
"له بده مرغه دېره موده ووته خو علي وزیر ته پارلیمان، عدالتونو او سیاسي جماعتونو انصاف ور نه کړل شو. زه په پارلیمان کې وخت په وخت د علي وزیر لپاره د انصاف اواز اوچتوم چې دا ظلم دې بند کړل شي، هغه ته دې انصاف ورکړل شي او هغه دې ازاد کړل شي. زما اراده وه چې زه کله کراچۍ ته ولاړ شم نو د اظهار همدردۍ لپاره، یکجهتۍ لپاره به له هغه سره خامخا ګورمه."
سېنېټر مشتاق زیاته کړه چې علی وزير د کراچۍ په سېنټرل جیل کې د عامو قیدیانو په شان ساتل شوی دی. د هغه په خبره علي وزیر پر خپلې خاورې د امن، د پاکستان د بشري حقونو، ولسي واکمنۍ او د ایین او قانون د بالادستۍ لپاره په خپله مبارزه ټینګ ولاړ دی.
علی وزیر هغه وخت د پېښور پولیسو ګرفتار کړ چې د ۲۰۲۰م کال د ډېسمبر پر ۱۶مه یې د ارمي پبلک سکول د پېښې په یاد کې په یوه دستوره کې یې وینا کوله. هغه مهال د پېښور پولیسو وویل چې د کراچۍ د پولیسو په وینا یې نوموړی نیولی چې وروسته یې سند صوبې ته واستولو او له هغې راهیسې هم په کراچۍ کې په جیل کی دی.
په ټولو څلورو مقدمو کې پر علي وزیر د ریاست ضد ویناګانو او د خلکو پارولو تورونه دي چې پښتون ژغورنې غورځنګ او نوموړی یې ردوي. پي ټي اېم وايي، پر وزیر جوړې مقدمې سیاسي دي او دا چې ټولې هلې ځلې یې د قانون او ایین په چوکاټ کې دي.
https://www.mashaalradio.com/a/32014272.html
د سیند های کورټ د ۲۰۱۸ز کال د شاه لطیف ټاون په مقدمه کې وزیر ته ضمانت ورکړی . د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د اګست پر ۱۹مه د د ۲۰۱۹ز کال د سهراب ګوټ په قضیه کې د وزیر د ضمانت په اړه درخواست اورېدنه کې فیصله محفوظه کړه . د عدالت جج ویلي وو چې کاري موده یې سر ته رسېږي نو نوی جج به د کېس فیصله وکړي. سېنېټر مشتاق احمد خان وړاندې وویل، دا د تشویش خبره ده چې څلور میاشتې کېږي د علي وزیر د ضمانت درخواست اورېدنه تر اوسه نه ده پیل شوې. نوموړي تور پورې کړ چې دا ټولې تاخیري حربې دي او زیاته یې کړه د هغه کېس د سیاسي ګوندونو، پارلیمان، عدالتي نظام او په پاکستان کې د بشري حقونو د تنظیمونو لپاره یو چیلنج دی.بل پلو، له شمالي وزيرستانه د قامي اسمبلۍ غړي او په اسمبلۍ کې د بشري حقونو د قایمه کمیټۍ غړي محسن داوړ د سېپټمبر پر لومړۍ نيټه مشال راډيو ته وويل چې د علي وزير قضيي د رياست د ټولو ادارو دوه مخيزه معيار په ډاګه کړ چې په هېواد کې قانون د ټولو لپاره يو شان نه دی. هغه وايي: "د علي وزير مقدمې دا نظام ښکاره کړ او د سياسي ګوندونو مصلحتونه يې هم راڅرګند کړل چې تر څومره حده پورې تاسو سره اختيار دی او تر څومره حده پورې تاسو ودرېدلی شئ، خپل واک اختيار څومره کارولې شئ. نو زما په فکر دا هر اړخيزه ناکامي ده. علي وزير دې سياسي حکومت ته ووټ ورکړی دی او اوس هم د حکومت برخه دی، وزيراعظم (شهباز شريف) ته یې رايه ورکړې وه خو د دی باوجود هغه (علي وزير) بندي دی. موږ په وار وار حکومت ته يادګيرنه کړې ده خو له هغې (حکومت) خوا تسلي بخش ځواب نه دې راغلې. موږ به په دې اړه پريکړه کوو او علي سره به هم مشوره کوو او د هغې په رڼا کې به ګام پورته کوو. " محسن داوړ زیاته کړه په دې وروستيو کې پخواني وزيراعظم عمران خان په ولسي جلسه کې ججانو ته ګواښونه کړي وو خو د دې باوجود ورته ضمانت ورکړل شو. پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۱۸م راهیسې په سیمه کې د بدامنۍ، هدفي وژنو، ماورا عدالت وژنو خلاف او د لادرکو کسانو موندلو تر څنګ سیمه له ماینونو نه د پاکولو غوښتنې لري چې لپاره یې وخت په وخت مظاهرې او جلسونه کړي دي. په پاکستان کې د بشري حقونو کارکوونکو، مدني فعالانو هم د علي وزیر د خوشې کولو لپاره په هڅو کې برخه اخیستې ده.
#FloodsInPakistan #floods - Bilawal says Sindh urgently needs Rs860bn for rehabilitation after heavy rain, flood
Foreign Minister Bilawal Bhutto-Zardari has informed diplomats of over 20 countries and representatives of donor agencies that Sindh urgently needs Rs860 billion to reconstruct collapsed houses, repair roads and revive agriculture destroyed by unrelenting heavy rains that pounded the province for several weeks.
#Pakistan Foreign Minister Bilawal Bhutto-Zardari receives call from Iranian counterpart amid #floods fury
Iranian FM Hossein Abdollahian assures to assist in the provision of relief, says Foreign Office.
Foreign Minister Bilawal Bhutto-Zardari on Thursday received a telephone call from Foreign Minister of Iran Dr Hossein Amir Abdollahian, a statement from the Foreign Office (FO) said. During the call, the foreign minister shared that Pakistan had been battling one of the most severe cycles of torrential monsoon weather, which had resulted in the loss of lives, livelihood and extensive damage to infrastructure. As a result, the delivery of assistance and relocation of affectees was severely limited, he added. Highlighting the government’s efforts, FM Bilawal informed that in addition to financial support, food packs, shelter items including tents, and Water, Sanitation and Hygiene (WASH) supplies were also being provided. Acknowledging the international community’s support, Bilawal highlighted that Pakistan launched the “UN Flash Appeal” for a flood response plan on August 30, which prioritised focused interventions in specific areas. FM Abdollahian conveyed condolences on the loss of lives and material damage due to the floods and assured to assist in the provision of relief. In the bilateral context, the foreign minister said that the recently concluded session of the Joint Economic Commission had helped further strengthen cooperation in multiple sectors. Recalling his visit to Tehran in June, the foreign minister reiterated the invitation to Dr Hossein Amir Abdollahian to visit Pakistan.
https://tribune.com.pk/story/2374242/fm-bilawal-receives-call-from-iranian-counterpart-amid-floods-fury
Subscribe to:
Posts (Atom)