Sunday, November 6, 2022

منظور پشتین: د خیبر خلک د ناامنۍ له وجې بیا کډوالۍ ته تیار نه دي

 

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د خیبر ضلعې په باړه کې د امن پاڅون په نوم په جلسه کې ټینګار کړی دی چې د امنیت

ټینګښت د دولت (ریاست) ذمه واري ده چې باید یې پوره کړي.

د غورځنګ مشر منظور پشتین د نومبر پر شپږمه جلسې ته په وینا کې وویل چې د تېرو کلونو برعکس به دا ځل د خیبر خلک د زیاتېدونکې ناامنۍ له وجې کډې نه کوي او قبایلي ولس به هم دا ځل "امن لښکرونه" نه جوړوي ځکه چې د امنیت ټینګښت د دولت او حکومت دنده ده.

پشتین په خپلو خبرو کې د خیبر ضلعې یوشمېر نورې مسلې هم یادې کړې او تور یې پورې کړ چې په تورخم کې د پوځ د سامانونو ټرانسپورټ ادارې (نیشنل لاجېسټېک سېل یا اېن اېل سي) د ځايي خلکو روزګار اغېزمن کړی دی او پر "مزدورانو" یې محدودیتونه لګولي دي.

اېن اېل سي د نوموړي د څرګندونو په ځواب کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې تېر کال په مارچ کې هم په تورخم کې سوداګرو له مشال راډیو سره په خبرو کې شکایت کړی وو چې د اېن اېل سي کارکوونکي یې "بې ځایه او غیر ضروري تالاشي" اخلي.

هغه مهال په تورخم کې چارواکو او امنیتي ځواکونو د سوداګرو تورونه ناسم بللي ول او ویلي یې ول چې ټولې کاروباري چارې له قانون سره سمې پر مخ ځي.

په باړه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې ګډونوالو د ترهګرۍ ضد او د سولې او امنیت لپاره نعرې ووهلې او یوشمېر سیاستوالانو او فعالانو په خپلو ویناګانو کې له حکومته یې د امنیت ټینګښت غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر اوسېدونکو په وروستیو کې د مظاهرو او غونډو له لارې له حکومته غوښتي چې هلته دې امنیت ټینګ کړي. دوی وايي، په سیمه کې له یوې مودې راهیسې بریدونه کېږي چې پکې د ځايي مشرانو او دیني عالمانو په ګډون پولیس او امنیتي سرتېري هم په نښه شوي دي.

خو په خیبر ضلع کې انتظامي چارواکو او امنیتي ځواکونو د اکتوبر پر ۲۹مه د یوشمېر مشرانو تر جرګې وروسته ویلي ول چې په تیرا کې یې د وسلوالو پرضد عملیات پيل کړې دي.

دوی ویلي ول چې د ناامنۍ ختمولو ته چمتو دي او هېڅکله وسلوالو ته د امنیت خرابولو موقع په لاس نه ورکوي.

په باړه کې جلسه پر داسې مهال شوې ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ د نومبر پر څلورمه د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک کې هم د امن لپاره ولسي غونډه وکړه او له حکومته یې د امنیت ټینګښت لپاره د کوټلیو اقداماتو غوښتنه وکړه.

په تېرو شاوخوا پینځو میاشتو کې خلکو په شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، باجوړ، کورمه، اورکزیو، خیبر، مومندو، کوز دیر، سوات، بونېر،بنو، لکي مروت، ټانک او پېښور کې د امنیت ټینګښت لپاره احتجاجونه، لاریونونه، جرګې او جلسې کړې دي.

صوبايي او وفاقي حکومتونه وايي چې د صوبې امنیت ته ژمن دي او دا چې د دې لپاره یې امنیتي او استخباراتي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

https://www.mashaalradio.com/ 

No comments: