Thursday, August 19, 2021

خوست کې ګرځبندیز، کابل او ننګرهار کې د ملي بیرغ په ننګه لاریونونه

 

طالبانو د افغانستان په خوست ښار کې ګرځبنديز لګولی دی او له خلکو يې غوښتي چې تر دویم امر پورې دې له خپلو کورونو بهر

نه راوځي.

د اګست پر ۱۸مه نېټه د خوست ولايت د ځايي طالب چارواکو له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دوی دا ګام په ښار کې د ګډوډیو د مخنيوي او د بشپړ امنیت د ټينګښت په موخه پورته کړی دی.

طالبانو دا اقدام په افغانستان کې د اګست پر ۱۹مه د استقلال ۱۰۲مه کليزې د لمانځلو په ترڅ کې تر هغه وروسته اخیستی چې په خوست کې د اګست پر ۱۷مه او ۱۸مه نېټه د افغانستان د ملي بيرغ په ننګه ځوانانو لاريونونه وکړل.

بلخوا د خوست طالب چارواکو ويلي چې دوی د ملي بيرغ ضد نه دي او هېڅوک به د دې له کارولو نه راګرځوي.

کابل کې د افغانستان د استقلال ورخې په تړاو د ملي بیرغ په ننګه راوتي لاریونوالو ملي بیرغ نیولی دی. ۲۰۲۱، ۱۹م اګست
کابل کې د افغانستان د استقلال ورخې په تړاو د ملي بیرغ په ننګه راوتي لاریونوالو ملي بیرغ نیولی دی. ۲۰۲۱، ۱۹م اګست

د اګست پر ۱۹مه، په کابل کې هم ګڼو ځوانانو چې ښځې هم پکې وې، د افغانستان د ملي بیرغ په ملاتړ د ښار په ځینو واټونو کې تر دې شعار لاندې "بیرغ زموږ هویت دی" لاریون وکړ.

پر دې برسېره، د اګست پر ۱۸مه نېټه په جلال اباد کې هم ګڼو ځوانانو د درې رنګه ملي بيرغ په دفاع لاريون وکړ. پر ټولنيزو رسنيو خپاره شوي انځورونه او ویډیوګانې ښيي چې د لاريون په پای کې ځوانانو پر پښتونستان واټ د افغانستان درې رنګه ملي بيرغ ورپاوه.

په کونړ او نورو سیمو کې هم د ملي بیرغ په ننګه لاریونونه شوي دي.

د ختیځ خپروندیه ټولنې یوه مسول عبدالرازق همدرد وویل، چې په جلال اباد ښار کې سلګونه لاریونوالو غوښتل، د ښار په مختلفو سیمو کې د هېواد ملي بیرغ وځړوي خو د طالبانو له لوري پرې هوایي ډزې شوې.

هغه ویلي، د یادو ډزو پرمهال جلال اباد ښار کې د سهار خپرندویه ټولنې مسوول زاهد الله د ملي بیرغ د پورته کولو پرمهال په مرمۍ لګېدلی او وژل شوی دی.

ننګرهار کې د خبریالانو خوندیتوب ادارې ویلي چې د یاد لاریون پرمهال د اریانا نیوز او پژواک خبري اژانس کېمره چلوونکي (عکاس) طالبانو وهلي دي.

عيني شاهدانو او ځينو خبريالانو مشال راډيو ته ويلي چې وسله والو طالبانو د لاريون پر مهال ډزې وکړې او ځينې خبريالان يې ووهل. د دوی په خبره، په ډزو او تاوتریخوالي کې لږ تر لږه اته کسان ژوبل شوي هم دي.

ولایتي ادارې لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

خبریال بلال سروري پر خپل ټوېټر د هغې ویډيو برخه شریکه کړې چې ځینې ننګرهاریان د طالبانو د جنډۍ پرځای د افغانستان ملي بیرغ لګوي.

د کونړ په مرکز اسعد اباد کې هم د ملي بیرغ په ملاتړ لاریون شوی دی.

د افغانستان پر درې رنګه-تور، سور، زرغون- ملي بيرغ د هغه هېواد ملي نښان او کليمه ليکل شوې ده.

لاريونوال وايي، دا يوازې د افغان حکومت بيرغ نه دی بلکې دا د ټول افغان ملت بيرغ دی چې د ولس او هېواد استازيتوب کوي.

طالبانو د افغانستان پر ګڼو سيمو د کنټرول له ترلاسه کولو سره سم، د افغانستان بيرغ ښکته کړ او پرځای يې د خپل تحريک سپين رنګی بيرغ ځوړند کړ.

په افغانستان کې دننه او دباندې هم پر ټولنيزو رسنيو فعاله يوشمېر افغانانو د هغه هېواد د ملي بيرغ ننګه کړې او په ملاتړ يې کیمپېن روان کړی دی.

No comments: