Saturday, January 16, 2021

د پاکستاني سیاست مخکښې ښځینه څهرې

د پاکستان او د هغه هېواد د پښتنو سيمو په سياست کې په تېرو وختونو کې د ځینو ښځو کار او هلې ځلې جوتې وې خو په وروستيو کلونو کې ګڼې ښځې د سیاست میدان ته وروتلې دي او د ګوندونو د مشرۍ تر څوکیو رسېدلې دي. مثال یې د نومبر پر ۳۰مه په ملتان کې د پاکستان جمهوري تحریک جلسه ده چې پکې د دوه مهمو ګوندونو مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند استازیتوب ښځو وکړ. مریم نواز د مسلم لیګ (ن) مرستیاله مشره ده چې په کمه موده کې یې ګڼ پلویان پیدا کړي او د ملتان جلسې ته هم ورغلې وه.

نوموړې د ملتان جلسې ته په وینا کې وویل: "د ملتان ولسه! داسې ویل کېږي کنه چې تاسې د عزت خلک یاست؟ تاسو غیرتیان یاست؟ داسې ویل کېږي کنه چې خدای که چا ته دښمن ورکوي نو ظرف لرونکی هغه دې ورکړي؟ خو زموږ المیه دا ده چې کوم دښمن را تر غاړې دی، هغه کم ظرفه دی."

پاکستان جمهوري تحریک د یو شمېر اپوزیشن ګوندونو ایتلاف دی چې د حکومت خلاف هڅې کوي او په بېلا بېلو ښارونو کې یې جلسې کړي دي.


غورځنګ تور پورې کوي چې تحریک انصاف د ۲۰۱۸ز کال په عامو انتخاباتو کې د درغلیو په نتیجه کې واکمن شوی نو ځکه باید استعفا ورکړي.

خو حکومت او الېکشن کمېشن په بیا بیا دا تورونه رد کړي او هغه انتخابات یې پاک او منصافنه بللي.

حکومت وايي، د مخالفو سیاسي ګوندونو مشران د درغلیو په کېسونو کې ځان له احتسابه د د ژغورلو لپاره احتجاجي جلسې او غونډې کوي.

مریم نواز څوک ده؟

مريم نواز د ۲۰۱۱ز کال په نومبر کې سياست پیل کړ او د ۲۰۱۳ز کال عامو انتخاباتو کې يې له خپل پلار او پخواني وزیراعظم نواز شريف سره په کیمپېن کې مهم رول ولوباوه.

د مسلم لیګ (ن) مرستیاله مشره مریم نواز
د مسلم لیګ (ن) مرستیاله مشره مریم نواز

د ۲۰۱۸ز کال د جولای په انتخاباتو کې نوموړې ته مسلم ليګ (ن) ګوند د نوماندۍ ټېکېټ ورکړی وو خو ورته احتساب عدالت د شتمنیو په یوه مقدمه کې د اووه کاله د بند سزا ورکړه او ورسره یې د ۱۰ کلونو لپاره د لوړپوړو حکومتي څوکیو لپاره نااهله کړه.

خو اسلام اباد های کورټ د هم هغه کال د سېپټېمبر په میاشت کې د مریمې او د هغې د مېړه او پخواني پوځي کیپټېن محمد صفدر سزاګانې وځنډولې.

مريم نواز په ۲۰۱۹ز کال کې د احتساب قامي ادارې (نیب) په حراست کې هم ساتلې وه. هغه نیب چارواکو د چودرې شوګر مېلز په نوم د درغلیو د تورونو په قضیه کې له لاهوره نیولې وه.

د مسلم لیګ (ن) یو سیاستوال صدیق الفاروق مشال راډیو ته وویل، مریم نواز یو منفرد کردار لرونکی او زړوره ښځه ده چې په کوښښونو یې په تاریخ کې ځان ته نوم جوړ کړ.

"چې کله یو پوځي امر د نواز شریف خلاف کودتا وکړه نو د هغه مېرمن کلثوم نواز راووته او اعلان یې وکړ چې زما مرام خپل خاوند او بچي له بنده خوشې کول دې. اوس هم چې نواز شریف د علاج لپاره بهر دی نو لور یې یو ډېر ښه کردار تر سره کوي. مریم نواز د خپلې کورنۍ له وجې له سیاست سره بلده ده. د هغې په سوچ او تقریر کې سیاسي بلوغت او یو انفراديت دی. زوروره وینا کوي، ډېره ښه لهجه لري. هغه لوستې ده، د لوی سړي لور ده او پر معاملاتو پوه ده. نو د پاکستان په سیاست کې د نورو ښځو په شان ډېر ښه کردار ادا کوي. دا څه وخت وو چې مور یې د مرګ پر بستر، پلار ته یې د ۱۰ او دې ته د اووه کلونو د بند سزاګانې واورول شوې او جېل ته ولاړله. هغه وخت یې مړانه وښووله او ویې ویل چې د جېل جامې به اغوندي، د زندان ډوډۍ به خوري. هغې ویل چې قید او بند یې حوصله نه شي لړزولی او همدا وشول."

سیاست ته د اصفې بوټو زردارۍ راتګ

یو شمېر پاکستانیو رسنیو د ملتان جلسه د پیپلز ګوند د اصفې بوټو زردارۍ د سیاسي ژوند پیل وبلله.

د ګوند مشر او د هغې ورور بلاول بوټو زرداري کورونا وایرس وهلی وو نو ځکه په کور کې ګوښه وو نو د هغه کشرې خور د ګوند نمایندګي وکړه.

هغې په خپله لنډه وینا کې وویل چې د پاکستان تحریک انصاف د غوره کړي حکومت وخت پوره شوی: "زه نن د ټولو منندویه یم چې د غوره کړي حکومت د ظلم او جبر باوجود، داسې په لوی شمېر کې راغونډ شوي یاست. تاسې نن خپله پرېکړه کړې. دا غوره کړی [وزیراعظم] به اوس ځي."

اصفه بوټو زرداري د ملتان جلسه کې وینا کوي
اصفه بوټو زرداري د ملتان جلسه کې وینا کوي

د پیپلز ګوند یو مشر او پخوانی سېنېټر تاج حیدر وايي، د اصفې زردارۍ سیاسي روزنه له زیات وخته روانه ده ځکه چې خپله مور، پلار او کورنۍ یې په سیاسي هلو ځلو لیدلي دي:

"هغه ډېر ژر په شیانو پوهېږي او ورته معلومه وي چې څه کول دي او څنګه یې کول دي. اصفه بي بي له تېرو څو کلونو راهیسې د ګوند دننه دفتري معاملات سمبالوي. خو تاسې ولیدل چې کله ورته وویل شول چې [د ګوند] استازولي به کوي، نو ورته د زده کړو ضرورت نه وو. د هغې خو له لومړۍ ورځې راهیسې تربیت روان دی."

اصفه بوټو زرداري د خپلې کورنۍ لومړۍ نجلۍ نه ده چې سیاست کوي.

د هغې نیا نصرت بوټو او مور بېنظیر بوټو د پاکستان سیاست وتلې څهرې دي.

د بېنظیر بوټو ژوند او هڅې

بینظیر بوټو دوه ځلې د پاکستان وزیراعظمه منتخبه شوه .هغه د یو اسلامي جمهوري هېواد لومړۍ ښځینه مشره وه.

د هغې د واک لومړۍ دوره له ۱۹۸۸ز څخه تر ۱۹۹۰ز کال پورې او دویمه هغه یې له ۱۹۹۳ز تر ۱۹۹۶ز کال پورې وه.

په ۱۹۹۶ز کال کې پر هغې او پر مېړه اصف علي زرداري د درغلیو تورونه پورې شول او د هغه وخت ولسمشر فاروق لغاري یې حکومت ختم کړ.

د پاکستان پخوانۍ وزیراعظمه بې نظیر بوټو
د پاکستان پخوانۍ وزیراعظمه بې نظیر بوټو

هغې په ۱۹۹۸ز کال کې جلاوطني پیل کړه او دوبۍ ته ولاړله.

پر ۱۹۹۹ز کال چې د پوځ پخواني مشر جنرال پروېز مشرف د میا نواز شریف حکومت ړنګ کړ نو بېنظیر بوټو هم له هېواده بهر پاتې شوه، خو د جمهوریت بحالۍ هڅو ته یې دوام ورکړ.

نوموړې په ۲۰۰۷ز کال کې پاکستان ته ستنه شوه چې د ۲۰۰۸ز کال په انتخاباتو کې برخه واخلي.

بېنظیر بوټو په خپل ژوندلیک کې لیکلي چې پاکستان ته ستنېدل یې اسانه فیصله نه وه.

"زه تر وخته درې ساعته مخکې په دوبۍ کې د خپلې جلاوطنۍ له کوره روانه شوم. زما مېړه اصف باید په دوبۍ کې زما له دوه لوڼو بختاور او اصفې سره پاتې شوی وای. اصف او ما باید سخته او سمه فیصله کړې وای. موږ پر دې پوه وو چې زما له ورتګ سره خطرونه تړلي ول خو موږ دا باوري کول غوښتل چې که هر څه کېږي، زموږ د لوڼو او زوی بلاول (چې په اوکسفرډ کې په پوهنځي کې وو) د پالنې او ورته د پام کولو لپاره به یې له والدینو یو کس موجود وي. ښه خبره دا ده چې پر دې ډول موضوعاتو ډېر کم مړونه او ښځې له یو بل سره غږېږي. خو اصف او زه د خپل شخصي ژوند د قرباني کولو او یا د عادي ژوند له نه لرلو سره بلد وو. ما خپله لاره ډېر مخکې انتخاب کړې وه. د پاکستان ولس تر ټولو لوی لومړیتوب وو او د پاکستان خلک به مې تل ترجیح وي. زما بچي پر دې پوه ول او نه یوازې یې دا هر څه ومنل بلکې ډاډ یې هم راکړ."

بېنظیر بوټو په یو بل ځای کې په خپل کتاب کې کاږي چې د پاکستان په څېر ټولنه کې ښځه سیاستواله باید احساساتي چلند ونکړي:

"په سیاست کې د زیاترو ښځو په شان زه په خاصه توګه پام کومه چې ځان پیاوړې وساتم او هېڅکله خپل جذبات و نه ښییم. په سیاست یا حکومت کې که یوه ښځه احساساتي کېږي نو خلک ورڅخه د هغې د کمزورۍ مانا اخلي او دا تاثر لا پیاوړی کېږي چې ګواکې ښځه سیاست ته جوړه نه ده."

د ۲۰۰۷ز په اکتوبر کې ګڼ خلک د کراچۍ هوايي ډګر ته ورغلي ول چې بېنظیر بوټو وګوري.

نوموړې په یوه لویه قافله کې روانه وه چې پکې ځانمرګی برید وشو او لسګونه پلویان او د ګوند غړي یې ووژل او ژوبل شول.

دا هغه وخت وو چې په پاکستان کې امنیتي حالات خراب ول او وسله والو په لویو، وړو ښارونو کې بریدونه کول خو نوموړې د جمهوریت بحالۍ هڅو ته دوام ورکړ.

تر برید څه د پاسه دوه میاشتې وروسته، د ډېسېمبر پر ۲۷مه بېنظیر بوټو د راولپېنډۍ په لیاقت باغ کې لویه جلسه وکړه.

نوموړې چې تر جلسې وروسته روانه وه نو له ګاډي یې سر ایستلی وو او خپلو پلویانو ته یې لاس خوځاوه.

پر بوټو د لیاقت باغ له وره سره نېږدې بل برید وشو چې پکې هغه ووژل شوه.

امریکايي لیکوال مارک اې سېګل له بېنظیر بوټو سره د هغې د کتاب په لیکلو کې مرسته کړې وه.

سېګل د هغې تر مړینې وروسته لیکلي ول په ژوند کې یې د بېنظیر بوټو په څېر زړوره ښځه نه وه لیدلې.

 شریک کړئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:0016:417:17
 د ډاېرېکټ لېنک 

نوموړی کاږي، هغه یې ګرانه ملګرې وه چې تشه یې هېڅوک نشي ډکولای.

سېګل زیاتوي چې پر دې خوشاله دی چې د بېنظیر بوټو اخري نښه یې کتاب دی چې د هغې تر مړینې وروسته خپور شو چې د هغې لویې ښځې قوت، مثبت سوچ او لیدلوری ورڅخه جوتېږي.

پخوانی سېنېټر تاج حیدر چې له بېنظیر بوټو سره یې نېږدې کار کاوه، وايي، د وزیراعظمې په حیث هغه له ډېرو چیلېنجونو سره مخامخ وه چې په زړورتیا یې مقابله وکړه:

"هغې په همت او حوصلې بلکې، په دانشمندۍ قیادت کاوه. ډېرې مرحلې وې چې پکې سختې فیصلې په کار وې لکه د [پخواني پوځي واکمن ضیاالحق پر وړاندې] د جمهوریت بحالۍ تحریک (اېم ار ډي) پیلول، له ښي لاسو ګوندونو سره په غورځنګ ورګډېدل – دا ډېرې ګرانې پرېکړې وې، خو هغې وکړې. هغه ډېره ښه متحدوونکې وه. له ډېرو چیلېنجونو او دوو غټو امریتونو سره یې مقابله وکړه. د ضیاالحق په امریت کې د مذهبي سختدریځۍ ملاتړ کېده. هغې تر اخري وخته په مړانه د سختدریځۍ مقابله وکړه. په نړۍ کې چې د اسلام په اړه څه فکر کېده، هغه یې ختم کړ. د پاکستان ښځو مخې ته یې لوی مثال کښېښود. زموږ هغه بچیانې چې له پېړیو راهیسې شا ته پرېښوول شوې وې، په هغو کې حوصله پیدا شوه چې پاکستان یوه لور لري چې په دې ډول جنګېږي."

د بېنظیر بوټو د وژنې پلټنې د پاکستان د تحقیقاتو وفاقي ادارې (اېف ای اې) کړي خو تر اوسه پکې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

پلټونکې ډله تحریک طالبان پاکستان او د هغې ډلې پخوانی مشر مشر بیت الله مسید د بېنظیر بوټو په وژنه تورنوي او د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر پرویز مشرف باندې هم د هغې د وژنې په قضیه کې د ککړتیا تورونه لګېدلي چې هغه رد کړي.

د بېګم نسیم ولي خان سیاسي مبارزه

د خدايي خدمتګار د مشر خان عبدالغفار خان زوی خان عبدالولي خان په ۱۹۷۰ز کال کې د نېشنل عوامي پارټۍ مشري کوله.

ولي خان چې زنداني شو نو بېګم نسیم ولي خان سیاست ته مخه کړه.

نوموړې اوسمهال هم د عوامي نیشنل ګوند یوه مشره ده. په پښتني سیمه کې نسیم ولي خان اولنۍ ښځه وه چې د ۱۹۷۷ز کال په غیر ګوندي انتخاباتو کې برخه واخیسته او کامیابه شوه.

د باچا خان نګور او د عبدالولي خان مېرمن نسیم ولي خان
د باچا خان نګور او د عبدالولي خان مېرمن نسیم ولي خان

کارپوه ډاکټر فضل رحیم مروت وايي، په پښتني سیمه کې په سیاست کې بېګم نسیم ولي خان خپل رول لوبولی دی.

"په ولي خان چې کومې مقدمې جوړې شوې، بوټو پر وخت د بلوچستان د سازش په تور او حکومت یې مات کړ. دلته بیا نېشنل عوامي پارټۍ او جمعېت واله ؤ استعفی ورکړه او په حیدراباد کې د سازش او دسیسو خبرې پیل شوې. که تا خیال کړی وي په دغه وخت بېګم نسیم ولي راووځي. هغې هم په خپل وخت کې ډېر غټ رول لوبولې دې. په دغه سیمه کې یوه ښځه په اول ځل سیاست ته راووځي. هغې په داسې حالاتو کې پارټي راټینګه کړه چې مارشل لا ګانې وې. یو وخت کې دوی ټول قېد وو. په سیاست کې او د جمهوریت لپاره دې یو ښه رول ولوبولو. ډېره پوهه ښځه وه، تر هغې زیاته پوهه وه چې د څه تمه ترې کېدله."

سیاستوال او کارپوه افراسیاب خټک وايي، مېرمن نسیم ولي نه یوازې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ته کامیابه شوه بلکې د خپل ګوند پارلېماني مشره هم پاتې شوې او د ګوند صوبايي صدارت یې هم کړی دې.

خټک وايي، نوموړې له سختو پړاوونو تېره شوه او مشکلات یې وګالل.

"نسیم بي بي په داسې حالاتو کې راووته چې ډېره سخته سختي وه. نېشنل عوامي پارټي باندې بندېز لګېدلې و او مشران یې نظر بند شوي وو. دا په هغه وخت راووتله او سیاسي قیادت سره یې هغه خلا ډکه کړه. نېشنل عوامي پارټي د ذوالفقار بوټو حکومت خلاف وه. هغه وخت جلسې جلوسونه وو. دوېمه مرحله هغه وه چې کله د ۱۹۸۱م پس د پوځي واکمن ضیاالحق خلاف د ایم ار ډي تحریک پیل شو نو بیا نېشنل ډیموکریټ پارټي وه چې نسیم بي بي په هغې کې وه. نو په هغې کې هم نیول کېدل او نظر بندۍ دا پکې شوي وو او دې هغه مرحلې تېرې کړې."

مېرمن نسیم ولي خان د ۲۰۱۵ز په اګست کې له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي ول چې لسګونه کلونه پخوا یې کورنۍ د باچا خان په مبارزه کې شامله شوې وه او تر ننه یې ورته دوام ورکړی دی.

هغې وویل د ذوالفقار علي بوټو په حکومت کې عبدالولي خان او د هغه ملګري بندیان شول، پر ګوند یې بندیز ولګېد او په همهغو ورځو کې یې عملي سیاست پيل کړ.

په پېښور کې یو کارپوه ډاکټر فخرالاسلام د نسیم بي بي سیاسي مبارزه مهمه ګڼي او وايي چې په پښتني سیمه کې د نورو ښځینه وو سیاستوالانو لپاره یې یو مثال پریښی.

"هغه په یو داسې وخت کې سیاست ته راغله چې د ولي خان پرته هیڅ څوک د هغې په خاندان کې د دې په حق کې نه وو چې دا دې سیاست ته راشي او هغه وخت ډېر سخت و. هغې په کراچۍ کې په یوه جسله کې خپله لوپټه پښتنو ته وغورځوله چې تاسو به یې ماته په سر کوۍ. زما په فکر چې په سیاست کې چې وروسته څوک راغلي دي، د ځان لپاره یې هغه یو رول ماډل ګرځولې ده."

فاطمه جناح او هڅې یې

د ښځو سیاستوالانو په فهرست کې د پاکستان بنسټ ایښودونکي محمد علي جناح خور فاطمه جناح مهم نوم لري.

هغې په ۱۹۶۰ز کال کې د پخواني پوځي واکمن جنرال ایوب خان پر ضد د ګوندونو د غورځنګ مشري کوله.

کین اړخ ته فاطمه جناح
کین اړخ ته فاطمه جناح

کارپوه فضل رحیم مروت وايي، په پاکستان کې د ښځو د سیاست بنسټ فاطمه جناح کښېښود.

"زه به دا ووایم چې د نور په نسبت هغه عوامي هم وه. د ورور د سیاست په وخت چې کوم سیاست و، هغه د انګریزانو په چوکاټ کې و. خو که دې ته موږ وګورو نو دا د ایوب خان په وخت کې میدان ته راووځي، د اپوزیشن لیډرې په حیثیت. ریښتیا خبره دا ده چې خلک ورسره وو. پر هغې چې کوم تورونه وو، د دې باوجود شرقي پاکستان چې اوس بنګله دېش دې، هلته ورته د خلکو ډېر ملاتړ حاصل و. هغه کامیابه نه شوه خو دومره ضرور وشو چې ایوب خان تر فشار لاندې شو او دویمه مارشل لا یې ولګوله."

د پاکستان د انتخاباتو په تاریخ کې اکثر پر عمومي څوکیو سړي نوماندان وي او کمې ښځې په دې توانېدلي چې پر دې څوکیو ټاکنې وګټي.

زیاتره ښځې اوس هم په ځانګړو څوکیو پارلېمان ته لار پیدا کوي.

په دوی کې پخوانۍ وزیراعظمه بېنظیر بوټو، بېګم نسیم ولي خان، عابده حسین، صغرا امام، حنا رباني کر، نفیسه شاه او ډاکټره فهمیده مرزا دي.

ډاکټر فخرالاسلام هم دې ته په اشاره وايي چې په پاکستان کې په سیاست کې د ښځو ونډه د اطمینان وړ نه ده. دی وايي، میراثي سیاست د ځينو ښځو د بریا لامل دی.

"د پاکستان د ۱۹۷۳ز کال په ایین کې ویل شوي وو چې د ښځو لپاره به تر راتلونکو ۱۰ کالو پورې د چوکیو خصوصي کوټه وي. خو له بده مرغه دا تر کلونو تېرېدو باوجود بدل نه شو. خو د دې باوجود ښځو په سیاست کې په ښه ډول برخه اخیستې او ډېرې قربانیانې یې ورکړې دي. په نېغ په نېغه انتخاباتو کې کامیابې شوی ښځې په ګوتو شمارل کېدای شي او بله خبره دا چې دغه ښځې له هغو کورنیو سره تعلق -ساتي چې موږ ورته جاګیردارانه وایو."

https://www.mashaalradio.com/a/31020192.hthttps://www.mashaalradio.com/a/31020192.htmlml


No comments: