Saturday, September 26, 2020

کابل کې د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله لسګونو پلویانو لاریون وکړ

د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله لسګونو پلویانو د نوموړي د ۲۴م تلین د لغوه کېدو په غبرګون لاریون وکړ.

ټاکل شوې وه چې نن شنبه دغه ورځ د لویې جرګې په تالار کې ونمانځل شي خو د یو شمېر جهادي ګوندونو په غوښتنه دغه مراسم لغوه شول.

لاریون کوونکو ملي بیرغ او د ډاکتر نجیب الله تصوریرونو په لېږدولو سره د نوموړي د ۲۴م تلین د یاد غونډې لغوه کېدل وغندل.

د لاریون ګډنوال محمود ازادي راډیو ته وویل: "نجیب الله یو وطنپاله شخصیت وو، مونږ ځوانان دلته راټول شوي یو، مونږ د هغه کتابونه، مفکورې او نظریات لوستي او په دې پوهېږو چې ډاکتر صیب نجیب دغه هېواد ته څه ډول مفکوره لرله."

د لاریون یو بل ګډونوال منیر وايي: "لومړی یې د تلین کېدو امر ورکړ، وروسته یې ولې مخالفت وکړ، د زورواکو له امله؟ چې سر مې هم ولاړ شي دا ورځ نمانځم."

د کابل ښار په یوه بله څنډه کې د دغو مراسمو جوړونکي کمېسیون غړي وايي، د ډاکتر نجیب الله د نماځغونډې لغوه کېدل د اساسي قانون خلاف عمل دی.

د کمېسیون یو غړي احمد شاهین ازادي راډيو ته وویل، چې دوی د مراسمو لپاره بشپړ چمتووالی نیولی و.

هغه زیاته کړه: "کوم غبرګونونه چې د دغو مراسمو لپاره دي، دا خپله د قانون خلاف دي، د بیان ازادي، د غونډو جوړول د ډیمکراتیکو ارزښتونو برخه دي، چې په اساسي قانون کې ښکاره دي، د قانون د تطبیق لپاره اصولاً دغه کار د څېړنې وړ دی."

دغه غونډه وروسته تر هغې لغوه شوه چې د حکومت له خوا د لویې جرګې په خیمه کې د ډاکټر نجیب الله د ۲۴م تلین په مناسبت د غونډې د جوړولو په تړاو یو شمېر سیاسي ګوندونو بېلابېل غبرګون وښود.

دوی د اعلامیې په خپرولو سره د دغو مراسمو د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د خلق ډیمکراتیک ګوند حکومت وروستي ولسمشر ډاکتر نجیب الله د ۱۳۷۵ لمریز کال د میزان په ۵ نېټه په کابل کې له خپل ورور شاهپور احمدزي سره یو ځای و وژل شو.

نجیب الله د ۱۳۷۱ لمریز کال د حمل له ۲۷ نيټې د وژل کېدو تر ورځې پورې له خپل ورور سره یو ځای کابل کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې و چیرې یې چې د واکمنۍ تر سقوط ورسته پناه اخیستې وه.

https://pa.azadiradio.com/a/30859332.html

No comments: