Thursday, July 9, 2020

خیبر پښتونخوا: حکومت لاهم د کم عمرۍ واده مخنیوی بل نه دی منظور کړی

خیبر پښتونخوا کې لا هم د ماشومانو نجونو ودولو په اړه په ۱۹۲۹ز کال کې جوړ شوی قانون عملي دی


د خیبر پښتونخوا د ښځو حقونو حکومتي کمېشن د پروګرامونو مشره وايي، د ماشومانو نجونو ودولو مخنیوي بل د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د ۲۰۱۴م کال وروسته وخت په وخت وړاندې شوی دی خو لا هم نه دی منظور شوی.

له مشال راډيو سره په خبرو کې امنه درانۍ وایي، د بل پر مسوده لا هم خبرې روانې دي او له دغې وروسته به صوبایي اسمبلۍ ته د منظورۍ لپاره وړاندې کېږي.
"که دا بل منظور شي، نو د ۱۸ز کالو د کم عمره ماشومې نجلۍ د ودولو په تور کې یو تن له یوه تر درېوو کالو پورې سزا کېدای شي او دا شان د یو لک روپو تر دریو لکو روپو پورې جرمانه پرې هم لګېدای شي، خو دا په هغه وخت کې پر جج پورې ده چې هغه څومره سزا ورکوي. د دې بل د مسودې په جوړولو کې زیات کار د صوبې د ماشومانې د حقونو د خوندي ساتلو کمېشن کړی او د ټولو قانوني خبرو خیال پکې ساتل شوی دې او د دیني علماو نظر پرې هم اخېستل شوی دی.
په خیبر پښتونخوا کې لا هم د ماشومانو نجونو ودولو په اړه په ۱۹۲۹ز کال کې جوړ شوی قانون عملي دی.
په دغه قانون کې د یوې جینۍ د واده د عمر حد ۱۶ کاله دی. او د دغه قانون ترمخه ۱۶ کالو د کم عمره ماشومې ودولو په تور کې یو تن ته تر یوې میاشتې د بند سزا کېدای شي او جرمانه یې یو زر روپۍ ده.
د ماشومانو حقونو پوه ارشد محمد وایي، په پاکستان کې اوس هم د کم عمره نجونو ودولو رواج دې:
"په پاکستان کې اوس هم په یوشمېر سیمو کې وړې نجونه ودول یوه عامه خبره ده، د ۱۵ز کالو تر ۱۸ز کالو په عمرونو کې د جینکو د ودولو شرح زیاته ده او دا هغه یوه مهمه وجه ده چې په پاکستان کې د ماشومانو د زیږېدو پر وخت د میندو د مړینې شرح هم زیاته ده."
په سوات کې د ۱۰ جینکو یوه ډله د (( ګرلز یوناییټډ فار هیومن رايټس)) په نوم په سیمه کې د ماشومانو جینکو په زوره د ودولو خلاف کور په کور د پوهې پېدا کولو لپاره کمپېن کوي.
د دغه ډلې مشرې حدیقه بشیر د جولای پر نهمه نېټه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل اوس خلک رو رو په دې پوهېږي چې باید یوه جینۍ په ماشوموالي کې واده نه کړل شي خو لا هم په دې اړه ډېر کار ته ضرورت دی:
"په لومړیو ورځو کې چې کله به موږ خلکو ته وویل چې خپلې وړې لوڼه مه ودوۍ نو زموږ د خبرو مخالفت به کېدو چې پکې به ښځې هم وې، دوی به ویل واده خو ډېر ښه شی دې، او باید زر وشي، خو اوس دومره فرق راغلی چې دوی زموږ خبرو ته غوږ ږدي او زما په فکر یو ډېر لږ بدلون راغلی."
د خیبر پښتونخوا د واکمن تحریک انصاف پاکستان ګوند د صوبايي اسمبلۍ او د ماشومانو د حقونو خوندي ساتلو د کمېټۍ یوه غړې عایشه بانو د جولای پر نهمه مشال راډیو ته وویل حکومت یې کوښښ کوي چې دغه بل زر تر زره منظور کړي.
په ۲۰۱۹ز کال کې موږ دا بل وړاندې کړ، بیا کابینه کې پرې یو څو کسانو دا اعتراض وکړ چې باید دا بل د اسلامي تعلیماتو مطابق جوړ کړل شي او په دې نور بحث هم وشي چې دا مسله نوره روښانه کړل شي."
بلخوا په سند صوبه کې د ماشومانو د ودونو خلاف قانون په ۲۰۱۴ز کال کې منظور شوی او پکې د هلک او جینۍ دواړو لپاره د واده د عمر حد ۱۸ کال ښودل شوی.
د پاکستان په نورو سیمو کې د انګرېزانو د دور په ۱۹۲۹ز کال کې جوړ شوی د ماشومانو د ودونو په اړه قانون لا هم عملي دې، چې د ماشومانو د حقونو ادارې یې په اړه وایي دغه قانون د ماشومانو جینکو او هلکانو د ودونو په مخنیوي کې ناکامه دی.

No comments: