Tuesday, January 28, 2020

حکومت دې د پي ټي اېم ګرفتار کسان پرېږدي: امنیسټي انټرنیشنل - #ReleasePTMActivists #ReleaseManzoorPashteen

اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين د راخوشي کولو لپاره راوتلې مظاهره کې پوليسو محسن داوړ، عصمت شاهجهان او د غورځنګ يو شمېر نور غړي نيولي دي.


 شمالي وزيرستانه منتخب د قامي اسمبلۍ غړی او د غورځنګ مخکښ محسن داوړ او نور ملګري يې نن مازيګر هغه وخت ونيول شول کله چې يې د غورځنګ له لسګونه پلويانو سره د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته احتجاج کاوه.
د بخښنې نړیوال سامان امنیسټي انترنیشنل په اسلام اباد کې د ننیو نیونو خلاف په خپل یوه کښلي ټویټ کې غوښتنه کړې چې ''د پاکستاني ایین او نړیوال قانون له مخې هرڅوک په ازادۍ سره د سوله ییزې غونډې کولو حق لري. موږ پاکستانیو چارواکیو ته غږ کوو چې نن د پرامن لاریون پرمهال نیول شوي ټول کسان دې پرېږدي''.

Everyone has the right to freedom of peaceful assembly, as recognized in Pakistan’s constitution and international law.

We call on the Pakistani authorities to release those detained at peaceful protests today.

880 people are talking about this

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د نیولو پرضد له کوټې تر کابله له ننګرهاره تر پېښوره احتجاجي لاریونونه او جلسې وشوې او د هغه د زغرده پرېښودو غوښتنه یې کوله.
د پي ټي اېم مشر په دوشنبه له خپلو څو ملګرو سره یوځای ونیول شو. پر نوموړي د عامه امن خرابولو تور دی چې هغه رد کړی دی.​
اسلام اباد
د پاکستان په سرښار کې د مدني ټولنو غړو او بشري حقونو فعالانو پر حکومت غږ کړی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتين دې په زندان کې نه ساتي. په دې موقع د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او د پارلمان غړيو، محسن داوو او علي وزير وويل چې پښتين پر ايين د عمل کولو او ټولو قومونو ته د يو برابر حقونو ورکولو خبره کړې ده نو بايد قانون ساتونکې ادارې يې په زندان کې ونه ساتي.
احتجاج کوونکو د پاکستان له واکمنانو غوښتي چې د منظور پښتين د راخوشي کولو تر څنګ دې د ټولو هغو پښتنو مسلې واوري چې ترهګرۍ ځپلي دي.
کوټه
د بلوچستان په مرکز کوټه کې هم ګڼو سیاسي ګوندونو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین د راخوشکېدو لپاره د دغه ښار پر باچا خان چوک یوه ستره مظاهره وشوه. مظاهره چیانو د منظور پښتین لوی لوی عکسونه رااخیستي ول، او د هغه د زغرده پرېښودو غوښتنه یې کوله. دوی په خپلو ویناګانو کې ویل چې پښتین د پاکستان تر ایین لاندې د پښتنو پر وسایلو د دغه خاورې د ولس حق تسلیمول غواړي.
په وزیرستانونو کې د خورو ورو ماینونو پاکول غواړي، هلته په پاکستانیو پوځي عملیاتو کې د ولس ړنګو کورونو لپاره معاوضه غواړی. ویناوال ویل چې دا لومړی ځل نه دی چې د پښتنو مبارزان په زندانونو کې اچول کېږي بلکې باچا خان او خان شهید عبدالصمد خان هم په کلونو کلونو جېلونه تېر کړي دي.

خوست

نن سېشنبه/نهې ماسپښین مهال د خوست زرګونو کسانو د منظور پشتین په ملاتړ لاریون وکړ او له نړیوالې ټولنې همدارنګه د بشري حقونو له مدافع سازمانونونو او فعالانو يې وغوښتل، چې د منظور پشتین په خلاصولو کې دې ژر تر ژره اقدام وکړي.
کراچۍ
د سند صوبې په مرکز او د پاکستان تر ټولو لوی صنعتي ښار کراچۍ کې هم خلکو د منظور پښتين د راخوشي کولو لپاره مظاهرې وکړي. دوی غوښتنه وکړه چې د پښتين د نيولو پر ځای دې د هغه خبرې واورېدل شي. دوی د پاکستان له حکومته غوښتي چې د پښتنو غوښتنو ته غوږ ونیسي

ټانک او ډېره اسماعيل خان
د خېبر پښتونخوا په ټانک کې د مسيد قام يوه دهرنه د جنورۍ له ۲۷مې روانه ده. دوی په پوځي عملياتو کې د ورانو شوو کورونو لپاره له حکومته معاوضه غواړي. دا ناسته نن د هغې مظاهرې سره ملګرې شوه چې د منظور پښتين د راخوشي کولو لپاره پېل شوې ده. احتجاج کوونکو وويل چې دوی ترهګرۍ او پوځي عملياتو ځپلي دي نو مشران یې بايد بنديان نه بلکې وستايل شي. دوی همداراز وويل چې خلک دې د عدم تشدد له لارو نه اړول کېږي او زر تر زره دې منظور پښتين پريښودل شي.

لورلايي او موساخېل، ژوب، کلا سیف الله

په یادو ښارګوټیو کې هم ګڼو سیاسي ګوندونو او د پي ټي اېم کارکنان د منظور پښتین د نیولو خلاف په لوی شمېر کې راوتلي ول او غوښتنه یې کوله چې ریاست دې له پښتنو سره توپیري چلند ختم کړي او د دوی پر سیاسي مشرانو دې لارې نه تنګوي. په بوري کې یوې لویې غونډې ته په وینا کې د پښتونخو میپ یوه مرکزي مشر او پخواني وزیر وویل چې دوی د خپل قام د حقونو ګټلو لپاره له منظور پښتین سره اوږه پر اوږه ولاړ دي. پر دې مهال د پي ټي اېم د وژل شوي مهم غړي ارمان لوڼي یوه نېږدې ملګري قیوم اتمانخېل وویل دی به د ارمان لوڼي مبارزه د خپل ژوند تر پایه پرمخ وړي. په موسا خېلو کې لوی شمېر خلکو له منظور پښتین سره پیوستون وښود او د هغه د زغرده خوشېکېدو غوښتنه یې کوله.
په ژوب کې هم د پي ټي اېم د مشر منظور پښتین د نیولو خلاف ګڼ خلک راوتلي ول او د هغه د پرېښودو غوښتنه یې کوله.
کابل
د افغانستان په پلازمېنې کابل کې هم خلک د منظور پښتين د راخوشي کولو لپاره کوڅو ته راوتلي ول. ځينو يې په پښتونستان څلورلارې او ځينو يې د پاکستان سفارت مخې ته مظاهره وکړه. په مظاهرو کې شاملو مېرمنو او سړيوو د پاکستان له حکومته وغوښتل چې منظور پښتين دې له بنده ازاد کړي. دوی همداراز پر نړيوالو غږ وکړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو او غړو ناقانونه نيوني دې وغندې او په دې اړه دې خاموشي نه خپلوي.
جلال اباد او کونړ
د پاکستان سره پر ډيورند کرښه پرتو ولایتونو خوست، پکتيا، ننګرهار او کونړ کې خلکو د منظور پښتين لوی عکسونه راخيستي ول او پر سړکونو يې د هغه د ملاتړ نارې ووهلي.دوی وويل چې پښتين په سيمه کې د سولې او بشري حقونو د ژغورنې خبره کوي نو بايد د بندي کېدو پر ځای وستايل شي. مظاهره چيانو همداراز له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په پاکستان کې دې د بشري حقونو سرغړونې وڅاري او امنيتي ادارې دې مجبوره کړي چې د خلکو د حقونو له تروړلو لاس واخلي.
لوګر او بلخ
د افغانستان په لوګر او بلخ کې خلکو د منظور پښتين خولۍ پر سر کړي وي او په دې توګه یې د هغه سره همدردي وښودله. د دوی په مظاهرو کې د وطن شعرونه وويل شول او د شعارونو له لارې غوښتنه وشوه چې منظور پښتين دې ژر تر ژره له قېده ازاد کړل شي. دوی همداراز د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د پښتين رغوونکي وړانديزونه واوري، غېب کړل شوي کسان عدالتونو ته حاضر او له بشري حقونو سرغړونې بس کړي.

No comments: