Monday, October 29, 2018

زرګونو پښتنو بنو کې د "حق غوښتنې" غونډه وکړه

د پښتنو د ژغورنې غورځنګ د یکشنبې په ورځ (اکتوبر۲۸) د خیبرپښتونخوا په بنو/باني ګل کې د پښتنو د حقونو د غوښتلو ستره غونډه وکړه.
د غورځنګ غړي وايي چې د ګډونوالو لپاره یې ۱۷۰۰۰ څوکۍ اېښي وې خو وايي تر اټکل ډیر خلک غونډې ته ورغلل.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د دغې غونډې د رابللو غږ کړی و. په غونډې کې د پاکستان د پوځ خلاف، د پښتنو د حقونو د غوښتلو او دمنظورپښتین په ننګه شعارونه ورکړل شول.
منظور پشتین د غونډې د گډون والو ځوانانو، سپین ږیرو، ښځو نه په مننې وویل چې دې جلسې ته ټول راوتلي دي د قام ماشومان هم دلته ناست دي او "دا د قام لوی پاڅون" دی. هغه زیاته کړه چې "دا د مظلومینو جلسه ده دا د غمزده خلکو جلسه ده. دلته میندې راغلي دي د خپلو زامنو تصویرونه یې اخیستي دي. دلته وروڼه راغلي د خپلو ورکو پسې گرځي دا دغو [خلکو] جلسه ده".
منظور پښتین د بنو په غونډه کې وویل: "نه یې را اخلم، نه یې راخلو، نه یې را اخلو خو که مو ټوپک را اخیستو ټول به یې را اخلو, او هر څوک کې ظلم درباندې کوي، نومونه او مخونه یې په یاد ولری. ژرنده که د پلار ده هم په وار ده."
د پي ټي ام ځینو مشرانو په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي دي چې د پاکستان ډېرو رسنیو د دغې غونډې په اړه راپور نه دي ورکړی. په نړیوالو رسنیو کې هم تر دې دمه د دغې غونډې په هکله څه ندي لیکل شوي.
د غورځنګ یو مشر سید علم محسود په خپل فیسبوک کې لیکلي دي چي د غونډې په ځای کې مخابراتي شبکې هم ټکنۍ او ځنډنۍ شوي دي چې په خبره یې کله فعالیت پيل کړي او کله بند شي.
دغې غونډې ته د خیبرپښتونخوا، کوټې او نورو سیمو څخه هم پښتانه او د پښتنو د حقونو فعالان ورغلي دي. غونډې ته له څو میاشتو را وروسته تیاری روان و.
د پښتون ژغورنې غورځنګ څو میاشتې مخکې فعالیت پیل کړ، لوی هدف یې د پښتنو په سیمو کې د جنګونو ختمول، د ورکو شویو پښتنو ځونان موندل، د پښتنو د حقونو ورکول بلل کیږي. منظور پښتین د دغه غورځنګ مشر دی.
https://www.pashtovoa.com/a/ptm-pashtoon-movement-meeting-Pakistan-/4632490.html

No comments: