Monday, March 12, 2018

اسفندیار: فاټا دې د خیبر پښتونخوا برخه شي


د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان د اتوار پر ورځ د سيدو شريف په ګراسي ګراونډ کې يوې ولسي غونډې ته په وينا کې يو وارې بيا ټينګار وکړ چې قبايلي سيمې بايد په خيبر پښتونخوا صوبه کې شاملې کړل شي.

نوموړي پر هغو سياسي ګوندونو او مشرانو نيوکې وکړې چې په خیبر پښتونخوا د قبايلو د ورګډولو مخالفت کوي.
د عوامي نيشنل ګوند يو مخکښ او پخواني سينيټر زاهد خان مشال راډيو ته وويل، دوی د فاټا او خيبرپښتونخوا د يو ځای کولو خبره تر هغې وروسته لا هم تېزه کړه کله چې د قبايلو ځوانان راپاڅېدل او د خپلو بشري او اييني حقونه لپاره يې غږ پورته کړ.
((چې کله زموږ قبايل وروڼه راپاڅېدل، په تېره ځوانان، نو موږ ورسره ودرېدو. همدا وجه ده چې اسفنديار خان په سوات کې يو وارې بيا خپله دا غوښتنه تکرار کړه چې قبايل دې په خيبرپښتونخوا صوبې ورګډ کړل شی. د حيرانۍ خبره خو دا ده چې حکومت خپله د دغې کار لپاره کميټي جوړه کړه، او بيا په حکومت کې شامل دوه کسان، چې هغه هم پښتانه دي، يو مذهبي ليډر دی او بل د پښتنو په نوم سياست کوي، هغوی دواړو يې مخالفت وکړ. موږ نه پوهيږو چې دوی ولې داسې وکړل؟ موږ وايو چې په قبايل بايد هرو مرو د خيبرپښتونخوا له پښتنو سره يو ځای کړل شي. د فاټا حالت موږ ته ښه معلوم دی. هلته ميډيا نه شي تلای، پوليټيکل ايجنټ راپاڅي او ټول خاندان بندي کړي. د قبايلو لپاره هسپتال، يونيورسټي، سرک، روزګار، هېڅ نشته. دا خلک به اخر تر کومې همداسې په تيارو کې ساتل کيږي؟))
د فاټا اصلاحاتو په اړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جميعت علمای اسلام ف ډلې دريځ دی چې په دغه کار کې بايد د قبايلو رای وپوښتل شي.
د فاټا او خيبرپښتونخوا صوبې د يو ځای کولو پر مساله د قبايلي مشرانو تر منځ هم اختلافات موجود دي.
خو يو شمېر ګوندونه بيا وايي چې په پارليمان کې ناست د قبايلو استازي کولای شي د خپلو ولسونو د راتلونکي په اړه پرېکړې وکړي.
د پاکستان مرکزي حکومت ويلي، فاټا اصلاحات به په تدريجي ډول عملي کوي.
د پاکستان قامي اسمبلۍ قبايلي سيمو ته د هېواد د اعلی عدالتونو د واک غځولو قانوني مسوده منظور کړې، خو لا هم سينيټ په دغه برخه کې اقدام نه دی کړی.

https://www.mashaalradio.com/a/29094291.html

No comments: