له افغانستانه د امریکايي سرتېرو ایستلو پر موضوع د واشنګټن او طالب استازو په نظر کې فرق دی او امریکا وايي چې په دې لړ کې یې هېڅ مهالوېش نه دی ټاکلی. له افغانستانه د نیمايي امریکايي پوځیانو د ایستلو خبره د فبرورۍ په مسکو کې د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي خبریالانو ته کړې. د طالبانو یو پلاوی او د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر سیاستوالان د فبرورۍ پر شپږمه پر دویمه ورځ هم په مسکو کې ول او د افغانستان د سولې په اړه یې خبرې کولې. رسنۍ د طالبانو او پخوانیو افغان چارواکو په حواله وايي چې د مسکو ناسته بین الافغاني ده خو کابل دا ردوي. شنونکي وايي، د کابل او پخوانیو چارواکو په دریځ کې د توپیر لوی لامل په جولای کې د ولسمشرۍ ټاکنې دي. پر دې موضوع مو د سیاسي چارو له شنونکي مشتاق رحیم سره مرکه کړې او ورڅخه مو پوښتلي چې د اپوزیشن سیاستوالانو او حکومت په دریځ کې توپیر څه تاوان لري؟
M WAQAR..... "A man's ethical behavior should be based effectually on sympathy, education, and social ties; no religious basis is necessary.Man would indeed be in a poor way if he had to be restrained by fear of punishment and hope of reward after death." --Albert Einstein !!! NEWS,ARTICLES,EDITORIALS,MUSIC... Ze chi pe mayeen yum da agha pukhtunistan de.....(Liberal,Progressive,Secular World.)''Secularism is not against religion; it is the message of humanity.'' تل ده وی پثتونستآن
No comments:
Post a Comment