پرون ملالې له افغان ولسمشر اشرف غني سره د ملګرو ملتونو د ۷۲ عمومي غونډې په څنډه کې وکتل. ملالې په ټوېټر لیکلي ول: "ولسمشر غني او ما په افغانستان کې د نورو ښځینه ښوونکو پر اړتیا خبرې وکړې".
د دغې کتنې پر مهال ولسمشر غني ملالې ته افغانستان ته د ورتګ بلنه ورکړې چې ملالې دغه بلنه منلې ده.
د ملاله خیریه ټولنې زموږ همکار عادل شاه زیب ته ویلي، ملالې له ولسمشر غني سره کتنه کې په منځنۍ زدکړو کې د ښځو زدکوونکو او ښوونکو پر زیاتولو ټینګار کړی.
- ملاله یوسفزۍ: له ولسمشر غني سره د نجونو پر زدکړه وغږېدم
- ملاله یوسفزۍ: پر ټویټر خپله مبارزه روانه ساتم
د ملالې خیریه ټولنې په وینا، ولسمشرغني له ملالې مننه کړې او ورته یې ویلي چې ته د "افغان نجونو لپاره الهام بخښونکې یې" او زموږ حکومت د نجونو زده کوونکو او ښوونکو زیاتولو لپاره هڅې کړي دي خو لا اوس هم لا ډېر کار مخ کې پاتې دی.
ولسمشرغني ملالې ته ویلي چې ده په سوات کې ډېر وخت تېر کړی او په زړه کې یې د دغې سیمې مینه او کلتوري یادونه اوس هم تازه دي.
د پاکستان په اړه د ملالې اندېښنه
ملاله یوسفزۍ د پاکستان له لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي سره هم لیدلي او ترې غوښتي یې دي چې د پاکستان په کلیو او تېره بیا په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د نجونو د تعلیم لپاره دې هلې ځلې وشي.
هغې له عباسي غوښتي چې په لرې پرتو سیمو کې د ښوونیزو ادارو په جوړولو سره هر ماشوم ته معیاري زدکړو لار برابره کړي.
د پاکستان له لومړي وزیره سره د خبرو پر مهال ملالې له ښاغلي عباسي غوښتي چې که د افراطیت ختمول غواړي د ماشومانو تعلیمي نصاب کې دې داسې بدلونونه راوستل شي چې د هغې له لارې د ماشومانو په شخصیت کې له ماشوموالي نه زغم او د برابرۍ فکر پیدا شي.
د بېلګې په ډول یې د پښتونخوا کالام یاد کړی چې په کې ۱۹ ښوونځي دي او یوازې یو یې د نجونو دی.
له نورو مشرانو غوښتنه
ملاله یوسفزۍ د ملګرو ملتونو د سرمشریزې په اوږدو کې د نړۍ له نورو مشرانو سره هم د نجونو د زدکړو پر ملاتړ او پراختیا خبرې کړې دي.
د ملالې پلار ضیاالدین یوسفزي وايي، په نیویارک کې د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره په کتنو او نورو غونډو کې ملالې پر ملګرو ملتونو او نړیوالو هېوادونو غږ وکړ چې زدکړه او په تېره بیا د نجونو تعلیم ته دې لومړیتوب ورکړي.
ملالې پر دې خواشیني څرګنده کړې چې دوه کاله وړاندې د ملګروملتونو د اوږدمهالو پرمختیايي موخو، اس ډي جي سرمشریزې کې یو شمېر هېوادونو ژمنه کړې وه چې په ښوونیزې بودیجې کې به زیاتوالی راولي خو دا کار تراوسه نه دی شوی او هماغه پخوانۍ بودیجه ده.
په افغانستان کې د ښځینه ښوونکو کمښت
ولسمشر غني هم د ملګرو ملتونو سرمشریزه کې د وینا پر مهال ومنله چې افغان ميرمنو بې شانه خواریو کې، ځانونه هر خطر ته سپر کړل، خو دوی تر وروستۍ کچې، په ټولنه کې له پامه غورځول شوې دي.
د هغه په خبره، دا حالت د منلو نه دی، ځکه د ښځو غښتلتیا د افغانستان د راتلونکې لپاره حیاتي ارزښت لري.
افغانستان کې د نجونو زدکړه پراخه شوې، خو ټولنیز دودونه، د ښوونځیو لرې والی او کمښت، همدارنګه د ښځینه ښوونکو نشتوالی یې د زدکړو خنډ دي.
افغانستان کې ښوونکې کمې دي، ان تر تېر کال پکتیکا کې یوه ښوونکې هم نه وه.
د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال افغانستان دوه لکه ۲۳ زره ښوونکو کې ۳۳ سلنه ښوونکې لري، چې تر اوو میلیونو زدکوونکو ته درس ور کوي.
دغه وزارت د روان کال مارچ کې وویل، چې تر راتلونکو دریو کلونو ۳۰ زره نور ښوونکي هم ګوماري چې ډېری به یې ښوونکې وي.
ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ د ۱۹۹۷ کال د جولای په ۱۲مه د پښتونخوا په سوات دره کې زېږېدلې.
په ۲۰۱۲ کال کې د طالبانو په ډزو تر ټپي کېدو وروسته د درملنې لپاره برتانیا ته ولېږدوله شوه.
له جوړېدلو وروسته په ټوله نړۍ کې د نجونو د تعلیم لپاره د هڅو سمبول او مدافع وګرځېده.
په ۲۰۱۳ کال کې ملالې او د هغې پلار ضیاو الدین یوسفزي په نجونو کې د پوهاوي رامنځته کولو لپاره د ملالې بنسټ جوړ کړ.
د نوبل جایزې ګټونکو په ډله کې ملاله یوسفزۍ ترټولو کم عمره وه چې د ۲۰۱۴ کال په ډسمبر کې یې دغه جایزه خپله کړه.
ملاله یوسفزۍ تېر اګسټ کې د برتانیا اکسفورډ پوهنتون کې زدکړو ته لار پیدا کړه.
۲۰ کلنه ملاله یوسفزۍ ډېر ژر اکسفورډ پوهنتون کې زدکړې پیلوي.
له اکسفورډ فارغ شوي ځینې کسان په نوبل نازول شوي، خو ملاله داسې څوک ده چې دې ادارې ته له تللو مخکې د نوبل ویاړ لري.
No comments:
Post a Comment