ارګ په خپله یوه خبر پاڼه کې چې نن خپره شوې د نوموړي د مړینې اعلان وکړ. افغان ولسمشر حامد کرزي د هغه په مړینه خپګان څرګند کړی ، او هغه یې یو وطن دوست افغان او ستر مجاهد وباله. د ارګ تر مخه په افغانستان کې د دریو ورځو لپاره د ماتم اعلان شوی ، او ملي بیرغ به هم نیم ځوړند وي. تراوسه معلومه نه ده چې، قسیم فهیم د کومې ناروغۍ له امله ساه ورکړې. خو هغه شدید شکر درلود. قسیم فهیم د ولسمشر حامد کرزي د حکومت په دوران د دفاع د وزیر په توګه هم پاتې شوی دی. دی د احمدشاه مسعود په مشرۍ د شمالي ټلوالې یو پیاوړی قومندان و؛ چې له طالبانو سره په جګړې کې یې برخه اخیستې ده.
M WAQAR..... "A man's ethical behavior should be based effectually on sympathy, education, and social ties; no religious basis is necessary.Man would indeed be in a poor way if he had to be restrained by fear of punishment and hope of reward after death." --Albert Einstein !!! NEWS,ARTICLES,EDITORIALS,MUSIC... Ze chi pe mayeen yum da agha pukhtunistan de.....(Liberal,Progressive,Secular World.)''Secularism is not against religion; it is the message of humanity.'' تل ده وی پثتونستآن
No comments:
Post a Comment